ورزش

هندوستان یو ځل بیا سریلانکا له سختې ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د هندوستان او سریلانکا تر منځ د پنځو یو روځنیو سیالیو درېیمه لوبه وه چې دغه لوبه کې هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته په ۶ ویکټو سخته ماتې ورکړه.

نننۍ لوبې پچه سریلانکايي لوبډلې مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نننۍ لوبه کې هم سریلانکايي لوبغاړي ښه لوبه نندارې ته وړاندې نکړه او ټاکل شوي ۵۰ اورونو څخه وړاندې ۲۴۲ منډو جوړولو سره يي ټول لوبغاړي وسوځیدل.

توپ وهنه کې جیوردنې ډير ښه لوبه وکړه او ۱۱۸ منډې يي جوړې کړې خو د نورو لوبغاړو نمگړتیاوې دغه منډې هم ناکاره ثابتې کړې. نننۍ لوبه کې جیوردنې ۱۱۸، دلشان ۵۳ او پراسانا ۲۹ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه یادف د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړو سوځولو سره وکړه. دغه لوبه کې پټېل ۳، کلکراني، اشوېن او رایډو د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی په سوځولو بریالي شول.

هندوستان په توپ وهنه کې هم ډیره وړتیا وښوده او په ۴۴م اوور کې یوازې ۴ لوبغاړو سوځیدو وروسته له ۲۴۵ منډو جوړولو سره دغه لوبه وگټله او سریلانکايي لوبډله يي یو ځل بیا نا هیلې کړه.

نننۍ لوبه کې د هندوستان لپاره شېکر داون ۹۱، ویراټ کولي ۵۳ او رایډو ۳۵ منډې جوړې کړې.

سریلانکايي توپ اچونکې هم خپل لوبډلې توپ وهونکو په څیر ښه لوبه ونکړه. دغه لوبه کې کولاسیکارا، پریرا او دلشان د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځول.

هیره دې نه وي چې د دغو سیالیو لومړنیو دوو لوبو کې هم هندوستان، سریلانکا ته سخته ماتې ورکړې وه. د دغو سیالیو څلورمه لوبه به نومبر میاشت په ۱۳مه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x