افغانستان

نور د ګډ حکومت د پاشلتیا ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): پرون د بلخ سرپرست والي او د عبدالله عبدالله د ټیم مخکښ غړي، عطا محمد نور د اړوند ولایت د ولایتي شورا نوو غړو ته د لوړې پر مهال د ګډ حکومت د پاشلتیا ګواښ وکړ.

عطا محمد نور چې ولسمشر محمد اشرف غني «منتخب» نه ګڼي پرون ګواښ وکړ چې د «ملي یووالي» به «وپاشل شي» که ولسمشر اشرف غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مادو سرغړونه وکړي.

له ټاکنیزې لانجې وروسته، د ټاکنو پایلې تر هغې اعلان نه شوې چې دواړه نوماندانو هوکړه لیک لاسلیک کړ. په رسمي پایلو کې هېڅوک له مخکښو نوماندو «بریالی او پاتیالی» ونه ګڼل شول.ataa noor balkh
عطا محمد نور پر ولسمشر او اجراييه رييس غږ وکړ چې پر خپلو ژمنو ټینګ ودرېږي.

ښاغلی نور د ګډ حکومت د پاشلتیا ګواښ داسې مهال کوي چې د ځینو سرچینو په قول د کابینې د جوړېدو ځنډ د دوو ټیمونو د جوړجاړي له امله رامنځته شوی.

نور ټینګار وکړ چې ښايي دواړه رهبران د لاسلیک شوي هوکړه هره ماده پلې کړي.

د بلخ سرپرست والي له اشرف غني سره د دوی د ګډ حکومت ماته په هېواد کې د ملي یووالي په بیه وبلله: «د لاسلیک شوي هوکړه لیک له هرې مادې سرغړونه به ان په ټول هېواد کې د ملي يووالي په بیه وي».

ښاغلي نور د هوکړه لیک پر «هرې مادې» د ټینګار تر څنګ وویل: «که د هوکړه لیک پر هرې مادې عملي اقدمات ترسره شي، د ملي یووالي حکومت د افغانستان د راتلونکي ضمانت کوي».

د ګډ حکومت له څه کم یوې نیمې میاشت دوام وروسته دا لومړی ځل دی چې د عطا محمد نور په کچه د یوه ټیم مخکښ غړی یې د پاشلتیا ګواښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x