fbpx

طالبان دیرغلګرو دشړلو لپاره جهاد ترټوله ښه وسیله بولي

mujahideenنن ټکی آسیا: وسله والوطالبانو له افغانستان څخه  دپخواني شوروي اتحاد دځواکونو دعقب نشیني د۲۲ کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه صادره اودخپلو ویندویانو په ادرس یې ټولو نړیوالو اوکورنیو رسنوته یوه کافي لیږلې چې یوه کافي یې نن ټکي آسیاته هم رسیدلې .

نن ټکی آسیاهم دخپل رسنیز رسالت  اود دغې اعلامیې دمحتویاتو داهمیت له امله هغه  کټ مټ  نشرته سپاري:

 

 


 

له افغانستان نه دسره پوځ دپه شاتګ د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت داسلامي امارت اعلامیه

۲۲ کاله پخوا په همدغه ورځ ۱۵ /۲ /۱۹۸۹ دپخواني شوروي اتحاد یرغلګرځواکونه له افغانستانه وتیښتیدل .
که څه هم چې دغه یرغلګر پوځ  په دي نیت افغانستان ته نه وو  راغلی چې هغه به دتش لاسو افغانانو دجهاد اومقاومت به مقابل کې شکست خوري اوبیا به په شرمیدلي وضعیت  له افغانستانه بیرته وتلوته اړیستل کیږي ،خو  دافغان مجاهدملت  اسلامي جهاد اومقاومت  نه یواځې داچې دغه ښکیلاګرپوځ  په  ماتې خوړلي حالت کې له افغانستان څخه وتلوته اړکړ،بلکې دهغه ترڅنګ یې  دشوروي اتحادپه  نوم ددوئ سره امپراتورۍ هم  دنړۍ له مخه  ورکه  اوکمونیستي  الحادي مفکوره یې  په نړۍ کې ریخشند وګرځوله.
هو کې ! یرغلګر شورویان  هم دنننیو تیري کوونکو امریکایانو په څیر  دخپل  پوځي  غرور په څپوکې مست اوافغانستان یې دهند ارام سمندرته درسیدوپه  نیت  اشغال کړ،خومخکې تردې چې هغوئ  دهند سمندرته ورسیږي  دافغان مجاهد ولس دوینو اوقربانیو په سمندرکې  ډوب  ،اوددغه خونړي سمندرتوفاني څپویې  دمسکو په زړه کې  دکرملین  اسمانڅکي  برجونه  له برم نه وغورځول.
یرغلګرو شورویانو د نننیو امریکایانوپه څیر دافغانستان په لاندې کولوکې دټولې سیمې دتسخیر خوبونه لیدل ، خودالله تعالی دنصرت اوافغانانو دجهاد اوقربانیوله برکته نه یواځي داچې هغوئ دافغانستان په اشغال کې پاتي راغلل بلکې  ددوئ  تراشغال لاندې دمنځنۍ اسیا ټول محکوم جمهوریتونه یې له ولکې ووتل ، په ختیځه اروپاکې  واکمنې ختمه اودوارساپکت یې دړې وړې شو.
روسانو دافغانستان له لس کلن اشغال نه وروسته داخبره درک کړه چې له باشهامته افغانانوسره زورازموینه په لوي لاس دځان له تباه کولونه پرته بله کومه نتیجه نه لري ،هماغه وو چې دژنیوا تړون یې دخپلو ماتې خوړلي پوځیانو دپه شاتګ لپاره  یوه ترټولوښه پلمه وبلله اودهغې په وسیله یې خپل مات اوګوډ پوځونه په ډیرې شرمندګي اوخجالت سره له افغانستان وایستل.
نن هماغه  افغانستان  دنړۍ دیوې بلې مغرورې امپراتورۍ  دیرغلګروځواکونوله له لوري اشغال  اومجاهد ملت یې له یرغلګرو امریکایانو اودهغوئ  له ایتلافیانو (ناټوتړون) سره په مقابله  لګیادی.
ددغې مقابلې  موده هم په لسوکلونو ورواوښته  اونن  دټولې نړۍ په اعتراف یرغلګر امریکایان اودهغوئ ایتلافیان  له عین  هماغه حالت سره مخامخ دي کوم چې تردوئ له مخه یرغلګر شورویان ورسره مخ ول.
دافغانانو دبرحق جهادپه مقابل کې یې پوځي زورآزموینه بي نتیجې ، جنګې مورال یې  بایللی ،په  لسګونورزه  پوځیان یې مړه اوژوبل شوي ،اقتصادي لګښتونو یې ملا ورماته کړې  اوپه ټول افغانستان کې  ددوئ په خلاف دجهاد اومقاومت  محاذونه پرانستل شوي دي.
امریکایانو هم دافغانستان  په لاندې کولوسره دمنځنۍ اسیا اوپه مجموع کې  دټولې سیمې دتسخیر  سوچونه وهلي ول  ،خو افغانستان دخپل جهادي طبیعت له مخې  داسې هیواد نه دي چې یرغلګردي په دومره اسانۍ سره لاندې کړي ، دلته انګریزان هم په دغه خیال راغلي ول خو دافغانستان  دتسخیر په ځای یې دافغانانوپه لاس خپله لويه امپراتوري  له منځه  ولاړه ،اوهمداراز چنګیز اوسکندرهم تردوئ تولوله مخه  دافغانانو دمقابلې زور لیدلی.
اوس خبره دامریکايي امپراتوري  دنړیدوحالت ته رارسیدلې  که هغوئ هم غواړي  دخپل حماقت له وجې دافغانستان اشغال اوافغانانوځورونې ته  همداسې ادامه ورکړي  نوانجام به یې هماغه وي چې په تیره پیړۍ کې شورویان اوانګریزان ورسره  مخ شوي ول  اوکه  دحماقت په ځای له تعقل اودرایت نه کارواخلې او دافغانستان  داشغال په پایته رسولو اوخپلو پوځونو په بی قیداوشرطه عاجلو ایستلوسره  نور دې غمیزې ته  دپای ټکی کیږدي هم  به یې خپل ځان ژغورلی وي  اوهم به یې په ټوله سیمه کې  دناامنۍ وجوهات  ختم  کړی وي.
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې  چې دسره یرغلګر پوځ  په وړاندې دافغان مسلمان ملت دبرحق جهاد دبریالیتوب  اوله هیوادنه دسره پوځ دتیښتې (۲۲) کلیزه لمانځي  یوځل بیا دیرغلګرو امریکانو په مقابل کې دبرحق اسلامي جهاد په تداوم ټینګارکوي  اودیرغلګرو دشړلو لپاره هغه ترټوله ښه وسیله بولي.
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
11/3/1432 هـ – 14/2/2011 م

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د