افغانستان

کابل کې زوروره چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه ۱۳۹۳ل): شېبه وړاندې په کابل ښار کې د چاودنې غږ واوریدل شو.

عیني شاهدان وايي چې چاودنه د کابل ښار پنځمې حوزې په مربوطاتو کې شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپلې ټویټر پاڼه باندې د یادې چاودنې پخلی کړی او ویلي دي چې چاودنه د تعلیم تربیې د سرک سره نېږدې شوې او ۳ ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.

خو عیني شاهدان وايي چې په چاودنه کې د ښاروالۍ کارکوونکي ټپیان شويدي.

تر دې مهاله د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

له پرون راهیسې دا څلورمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x