د «کلمه داره روپۍ» لیکوال، عبدالرحمن پژواک

د مرحوم عبدالرحمن پژواک نوی اثر چاپ شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د عبدالرحمن پژواک له نیمايي ناچاپو اثارو نه د کلید ګروپ له لوري د نوموړي یو اثر تازه له چاپه راووت.

د استاد عبدالرحمن پژواک دغه اثر «د یو افغان کډوال د یادښتونو لنډيز» نومېږي، چې د جهاد او مبارزې د وخت یادښتونه، مقالې او ځینې شعرونه هم پکې ځا شوي دي.

دغه اثر په ۲۹۴ مخونو کې د کلید ګروپ په مالي لګښت خپور شو ی دی، چې تېره ورځ يې د مخکتنې ناسته وه.

په ناسهت کې د عبدالرحمن پژواک لمسي فرهاد پژواک وویل چې د مرحوم پژواک لا هم نیمايي کتابونه نا چاپه پاتې دي.

عبدالرحمن پژواک لیکوال، شاعر او ژورنالیست د ننګرها په سره رود ولسوالي کې زېږېدلی و، چې وروسته له ۷۶کلونو يې په ۱۹۹۵م کال په پېښورکې سا ورکړه.

د مرحوم پژواک «کلمه داره روپۍ» نثري اثر په پښتو ادب کې ځانګړی ځای لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د