افغانستان

د ننګرهارپوهنتون محصلینو اته میلیونه بدل اعاشه چور شوې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ننګرهارپوهنتون د محصلینو د بدل اعاشې د لېږد په موټرو ډزې شوې او ټولې پیسو غلو تښتولې دي.

د ننګرهارپوهنتون د عامه اړیکو مسوول فصل علي فاضل وايي چې د بدل اعاشې د لېږدل موټر د سره رود ولسوالۍ اړوند ځنګل باغ سیمه کې تر برید لاندې راغی او وسله والو غلو ټولې پيسې له ځان سره یووړې.

د فضل علي فاضل په وینا د محصلینو ټوله بدل اعاشه اته میلیونه او پنځه اتیازره افغانۍ کېدي، چې دوی پرون له بانک څخه پوهنتون ته لېږدولې او په لاره لوټ شوې.

د سره رودل ولسوالۍ امینتي مسوولین وايي چې دوی د بدل اعاشې په برخه کې د پوهنتون مسوولین د پوښتنو په موخه ولسوالۍ ته وړي او دپېښې سمه څارنه به وکړي.

د ننګرهارپوهنتون ځینې محصلین بیا وايي: «دا د بدل اعاشې په برخه کې د مسوولو کسانو له لوري هسې یو چل دی او غواړي پیسې پخپله یا هم رښتیا له غلو سره نیمایي کړي».

دننګرهارپوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د دویم ټولګي محصل د نوم نه ښودو په شرط د تلیفون په کرښه نن ټکی اسیا ته وویل: «د پوهنتون ټول مسوولین په دې پېښه کې شریک دي».

هغه وايي: «یا خو دروغ وايي، چې پیسې غلو وړې دي ځکه د ځنګل باغ سیمه د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره پرته ده چې تل پرې ګڼه ګوڼه وي، یا يې هم د غلو په نامه خپل کسان هلته کینولي او پیسې يې هغوی ته سپارلې».

یاد محصل وايي چې محصلین به د دې میلیونونو افغانیو له ورکاوي سره له ډېرو ستونزو سره مخ شي، ځکه ډېری بې وسه محصلین د همدې بدل اعاشې په پلمه قرضونه کوي چې بیا يې په بدل اعاشه کې بیرته ورکړي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د درېیم ټولګي محصل سمیع الله هم ورته نظر لري او وايي چې دا يې هیڅ زړه ته نه کېږي چې دومره ډېرې پیسې دې داسې په اسانۍ ورکې شي.

هغه وايي: «دا دویم کال دی چې بدل اعاشه له لومړي ټولګي پرته نورو ټولو ته ورکول کېږي، او تر هغه وړاندې څو کاله د لومړي ټولګي محصلینو ته ورکول کېده، خو کله هم داسې پېښه نه ده شوې، دې کې خامخا څه خبره شته».

د ننګرهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلین له لومړي ټولګي پرته بدل اعاشه کړل شوي دي، یواځې د لومړي ټولګي محصلینو ته په لیلیه کې د اوسېدو ځایونه ورکړل شوي دي، که څه هم د هېواد په نورو ټولو پوهنتونو کې ورته اصول نشته.

د ننګرهارپوهنتون محصلین وايي چې دوی سره له دې چې په لیلیه کې ځای شته، خو بدل اعاشه کړل شوي دي، او هغه هم د دوی په خبره یوازې د بدل اعاشې د پیسو لپاره.
د ننګرهارپوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي فارغ او سیمه ییز خبریال دادمحمد ناوک وايي، چې سره له دې چې په لیلیه کې ځای شته، د محصلینو بدل اعاشه کول خامخا کوم مقصد لري.

هغه وايي: «د محصلینو په بدل اعاشه کولو کې د بودیجې مسوولینو ته ډېرې ګټې دي، دوی ډېری وخت د وروستیو یوې آن دوو میاشتو بدل اعاشه ځنډوي او له فارغو محصلینو يې د شیریني په نوم په جېب کې اچوي».

دادمحمد ناوک وايي د ننګرهارپوهنتون او ښار ترمنځ نږدې د نیم ساعت لاره تر ټولو خوندي سیمه ده دی وايي: «په دې ساحه کې بېخې امن دی، آن لوړپوړي چارواکي او لوی پانګوال بېغمه تګ راتګ او ژوند پکې کوي».

تر اوسه معلومه نه ده، چې د بدل اعاشې ورکې شوې پیسې د تېر کال پاتې شوې بدل اعاشه ده او که د نوي تعلیمي کال د لومړیو میاشتو لپاره وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x