افغانستان

لوګر: سرتیري برید د اربکیانو عمومي قومندان سبز علي وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه ۱۳۹۳): نن سهار شاوخوا لس بجې د لوګر ولایت پر امنیه قومندانۍ سرتیری برید وشو.

د لوګر ولایت د والي ویاند دین محمد درویش ویلي چې یو سرتیري بریدګر د امنیه قومندانۍ مخې ته چاودنه وکړه.

د نوموړي په وینا په دغه سرتیري برید کې ۷ اربکیان وژل شوي او ۱ ټپي شوی دی.

د درویش په وینا په وژل شوو کې د اربکیانو قومندان هم شامل دي.

د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخېستی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې برید شاوخوا ۱۰ بجې د دوی یو سرتیري ملګري د امنیه قومندانۍ دننه پر پولیسو وکړ.

مجاهد زیاتوي چې په برید کې د اربکیانو مشهور قومندان سبز علي په شمول ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پر سبز علي تر دې وړاندې هم ۳ بریدونه شوي وو چې نوموړی په کې روغ رمټ وتی و.

ویل کیږي چې سبز علي په لوګر کې د اربکیانو بنسټګر او د اربکیانو له مهمو قومندانانو څخه و. نوموړی په سیمه کې د یو سخت زړي او بې رحمه قومندان په توګه پېژندل کيدو.

سبز علي څه موده وړاندې خپل خوريي چې د طالبانو په لیکو کې و، پر وهلو وهلو وژلی و.

د یادونې وړ ده چې پرون /یکشنبه، لړم ۱۸مه/ هم د لوګر ولایت د ولایتي شورا د لوړې پر مراسمو برید وشو چې له امله یې ۳ پولیس ټپیان شول.

په عین حال کې نن سهار په کابل او ننګرهار ولایتونو کې هم دوه چاودنې شوې، چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x