امریکايي پوځیانو دیوه وفات شوي افغان سرتیري زړه غلاکړ.

د (afghanpaper)خبري ویب پاڼې درپوټ په اساس امریکايي ځواکونو ددرملنې په مهال دملي اردو دیوه تن ټپي شوي سرتيري زړه اوجګر غلاکړل.

دغه سرتیری دروانې میاشتې په لسمه نیټه په کونړولایت کې له طالبانوسره دنښتې په ترڅ کې ټپي او د درملنې لپاره په دغه ولایت کې دمیشتو امریکايي ځواکونو روغتون ته یوړل شو .

ددغه سرتیري خپلوان وايي چې نومړی په اوږه ټپ خوړلی وو او کله چې په کونړ ولایت کې دبهرنیو ځواکونوروغتون ته یوړل شو هالته یې سا ورکړه .

دنومړی سرتیري یونیږدي ملګری وايي کله چې مو دوفات شوي عسکر جسد دبهرنیوځواکونو له روغتیایي مرکز نه ترلاسه کاوه دهغه په جسد باندې دمرمیو له ټپونه علاوه دده دزړه په برابر په سینه کې نورټپونه هم لګیدلي ول ،خوکله چې مو دمزارشریف ښارته ورساوواوهالته دغسل ورکولو په مهال داراته مالومه شوه چې دنوموړي زړه ، ځیګر (ینه) اونور دبدن مهم غړي تري ایستل شوي دي.

نوموړي سرتیری وايي چې له بهرنیوځواکونوماسیوا بل هیڅوک ددغه وفات شوي سرتیری جسد ته ورنیږدي شوي هم نه دي اوزه په پوره باورسره وایم چې دهغه دبدن غړي امریکایانوغلاکړي دي.

دغه سرتیری چې دمزارشریف اوسیدونکی دی خپلوان یې دکرزي له دولت نه غواړي چې د دوئ دوفات شوي عسکر دبدن غلاشویو اعضاوو په اړه پلـټنې وکړي او دغلا عاملینوته یې جزا ورکړي.