افغانستان

غزنی: د ژمي په رارسېدو اربکیان له هر کلي اتیا منه لرګي غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت په قره باغ، ګیلان او اندړو ولسوالیو کې اربکیان د ژمي د تیاري لپاره له خلکو نه پیسې، خوراکي توکي او د سون توکي په زور ټولوي.

غزني مېشتی خبریال عارف نوري وايي چې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې اربکیانو په هر کلي باندې اتیا منه لرګي حواله کړي دي او خلک يې ګواښلي دي چې که هر کلی اتیا منه لرګي ور نه کړي نو مسوولیت به يې پخپله غاړه وي.

نوموړی پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «دغزنی ولایت په قره باغ ولسوالی کې محلي پولیسو(اربکیانو)په هرکلي باندې اتیا80 منه لرګي دژمي لپاره حواله کړي دي.

دغو د وطن مصنوعي خادمانوخلکوته ګوت څنډنه کړې که یې لرګي ورنه کړل نو خپله پوهیږي، ټوپک لري».

ویل کېږي د قره باغ ولسوالي داربکیانو قومندان محمد اعظم د اربکیانو ورځني لګښتونه او خوراکي توکي د قره باغ بازار له دوکاندارانو او د کابل ـ کندهار د لويې لارې د مسافرینو له لوټه برابروي.

ورته خبره د غزني ولایت د ګیلان ولسوالي اوسېدونکي هم کوي، دوی وايي چې اربکیانو ټول کال پر هر کور باندې د یو وخت ډوډۍ لپاره سل ډوډۍ او څلور کېلو د پسه غوښه اجباري کړې ده.

د حضرت الله احساني په نامه یو تن وايي چې که چېرته خلک د اربکیانو له دې فرمایشه سر وغړوي، نو سر ترې غوڅوي چې بیا يې د پوښتنې هیڅوک هم نشته.

د اندړو ولسوالي اوسېدونکی عارف هیله من وايي چې په دې ولسوالي کې اربکیان له خلکو نه په رڼا ورځ پیسې تروړي، خو څوک يې د پوښتنې حق نه لري.

هغه وايي چې که چېرته په کوم کلي کې ماین وچاودید، نو د کلي له هره کوره پنځه زره افغانۍ جریمه وړل کېږي او که يې څوک ورنه کړي، نو له سیمې نه کډوالۍ ته اړ کېږي.

د اربکیانو اړوند تر دې وړاندې هم د غزني په بېلابېلو ساحو کې شکایتونه شوي او د سیمې مخور د غزني تر ولایته مقامه تللي خو د دوی په خبره والي ورته بې وسي ښکاره کړې ده.

د اندړو ولسوالي د رشیدخېلو د کلي یو قومي مخور حاجي اسدالله وايي چې له ټولې ولسوالي نه تر شلو ډېر قومي مخور تر والي او د امنیه قومنداني تر ودانیو تللي خو هغوی ورته ویلي چې اربکیان په دوی په اړه نه لري.

یاده دې وي اربکیانو ته د معاش ځنډ هم د دې سبب کېږي چې د خلکو د لوټ لپاره مټې رابډ وهي.

د چارو د شنونکو له قوله د دولتي نظامي مسوولینو دا ډول چلند د دولت او ولس ترمنځ فاصله لا ډېروي او ښايي د مخالفو وسله والو لیکې پرې غښتلې شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close