افغانستان

ولایتي شوراګانې د سنا لپاره ټاکنې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د ولایتي شوراګانو وکیلان ددې لپاره ټاکني تر سره کوي، تر څو د مشرانو جرګې ته خپل استازي وټاکي.

د مشرانو جرګه چې د سنا په نامه سره هم شهرت لري، ټول ۱۰۲ غړي لري، چې ۶۸ استازي یې د ولسمشر له لوري ټاکل کیږي، او پاته ۳۴ استازي یې د ولایتي شورا ګانو له لوري د ټاکنو له لاري ټاکل کیږي.

ویل کېږي چې نن به د هېواد په څلور دېرشو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو د وکیلانو له لوري د مشرانو جرګې ته د استازي لېږلو په تمه ټاکنې ترسره شي.

د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي چې د دې ټاکنو مدیریت به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري وي او د سیمه ییزو ارګانونو استازي به يې له رسنیو سره په ملګرتیا څاري.

دا په داسې حال کې دی چې لا هم د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې ناکام نوماندان د دې ټاکنو پایلې ناسمي بولي او ډېری وکیلان د پیسو په بدل کې بریالي بولي.

د مشرانو جرګې غړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون مسوولین په خپلو دندو کې ناکام بولي او د استجواب لپاره یې غواړي، خو هغوی دحاضریدو څخه انکار کړی.
خو بیا هم د سیمه ییزو ارګانونو مسوولین د ټاکنو د کمیسیون مسوولین د دې ټاکنو د مدیریت لپاره وړ بولي.

یاده دې وي مشرانو جرګې ته د استازولۍ لپاره نوماند باید تر پنځه دېرش کلونو ښکته عمر ونه لري.
د ولایتي شوراګانو له لوري مشرانو جرګې ته معرفي شوي استازي به په دې جرګه کې د څلورو کلونو لپاره کار کوي.

او د ګډ حکومت دمشر له لوري معرفي شوي دوې برخې استازي به د پنځو کلونو لپاره په دې جرګه کې د وکالت دنده ترسره کوي.

د ولایتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشري له لومړي پړاو ټاکنو سره جوختې ترسره شوې، چې پایلې له نږدې اووه میاشتې ځنډ وروسته بې جنجاله نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x