افغانستان

سید فضل الله: یوسف نورستاني زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د هرات والي سید فضل الله وحیدي وايي چې تر ده وړاندې په دې ولایت کې دوو مخکینیو والیانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

سید فضل الله وحیدي له امریکا غږ اشنا تلویزون سره په خبرو کې وویل چې د هرات دوه پخواني والیان یوسف نورستانی چې اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس دی او سید حسین انوري چې د حزب حرکت اسلامي ډلې مشر دی په هرات کې زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

د نوموړي په خبره د دې دواړو مخکینیو والیانو اړوند دعوې ثبت شوې دي او د قضايي ارګانونو له لوري تر څارنې لاندې دي.

د فضل الله وحیدي په قول په هرات ولایت کې پنځوس زره جریبه ځمکه د مافیايي کړیو له لوري غصب شوې ده او ودانۍ پرې جوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې دی چې ولسي وګړي د ډېری دولتي مسوولینو اړوند ورته دعوې کوي چې په پراخو مافیاوي کړیو کې ښکېل دي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي د واک په وروستیو کې هم دولتي مسوولین ملامت وبلل چې ګواکې په دیارلس کاله کې ششیه یی ودانۍ یوازې دولتي چارواکو ته رسېدلي او ولس لا هم دخټو په کورونو کې عادي ژوند کوي.

د ګډ حکومت نوي مشر د واک په لومړیو ورځو کې په پوره ټینګار سره وویل چې دوی به له غاصبینو سره قانوني چلند کوي.

ویل کېږي پخپله د ولسمشرۍ لومړي مرستیا جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان ولایت کې نږدې درې کلي خپل ملیکت ګرځولي او خپلې ودانۍ او باغونه يې پکې يې اباد کړي دي.

د هرات اوسنی والي په داسې حال کې د هرات په مخکنیو والیانو د ځمکې د غصب د دعوو د راپورته کولو خبره کوي چې په نوموړي پخپله هم د ځمکې د غصب تور دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x