تازه خبر: دکابل ښار په زړه کې فدايی بریدونه ترسره شوي

له کابل نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوی نن ماسپښین څه باندي دوې بجې دهیواد په پلازمینې کابل ښار کې دطالبانو له لوري په دولتي ودانیو او امنیتي پوستو باندي وسلوال بریدونه شوي.

خبر زیاتوی پیښه دکابل ښار شهرنو سیمه دکابل سیټي سینټر ته څیرمه رامنځ ته شوې ،په سیمه کې امنیتي مسولینو ویلي درې تنه کابل سیټي سینتر ته ننوتلي یوه یې دسینتر مخ ته په امنیتي پوسته کې برید ترسره کړې چې امنیتی کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولي او دوه نور یې له عسکرو سره په جګړه بوخت دي .

دکورنیو چارو وزارت ویاند زلمی بشري ویلي چې دوسلوالو مقاومت یې ختم کړي او مقاومت کونکي یې له منځه وړي .

له بلې خوا دطالبانو ویان دپیښې دپړې دمنلو ترڅنګ وايی چې یو تن یې فدايي برید کړي او دوه نور یې په جګړه بوخت دي او په شاوخوا دولتي ودانيو دسپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

مجاهد ویلي چې په پیښه کې دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق معلومات تر دې دمه په لاس کې نلري

دوې ورځې وړاندي هم طالبانو دکندهار ولایت په امنیه قومنداني وسلوال برید کړې وو چې له امله یې په لسګونوپولیس مړه او ټپیان شول.

احمد بریال