شعـــــرونه

کلی تاسې ته درپاتې

 

دادمحمد ناوک
کلی تاسې ته درپاتې
اوس نو ستاسې پاچاهي ده
ستاسې خپل وجدان ایمان دی
ستاسې عشق بچه بازي ده
اوس نو زبېښئ ولسونه
اوس يې لوټ کړئ عزتونه
اوس قبرو ته هم بم خښ کړئ
کلی تاسې ته درپاتې
په منبر تبله چي سپور دی
په محراب کې ربابي دی
په جومات کې اتڼ ګرم
فضا توره ده د چرسو په لوګو کې
د جومات په شین سپیکر کې
د تکبیر غږ زيندۍ شوی
په ټول کلي کې يې غږ دی
غر يې بېرته کړي راغبرګې
له همدې سپیکره وتې
ډک کړه چلم!  مسته سندره
کلی تاسې ته درپاتې
اوس کتاب ایره ایره کړئ
د مکتب سیمټي خوني
بېله بېله يې پوسته کړئ
پاکې پاکې سپینې سپینې
چوترې يې
له نیم سوځو سګریټونو
له قطعو، له کاغدونو
د لغړو فلمو ماتې سې ډې ګانې
د مکتب په سرای کې وشيندئ
چټل يې کړئ
ککړ يې کړئ
تېري ورپکې وکړئ
دسندرو غږ به سخت پکې غبرګېږي
پکې وناڅئ، زېندۍ ټول معلمان کړئ
مکتب وسوځئ، مکتب نه جوړ ډېران کړئ
کلی تاسو ته در پاته
اوس د کلي خړه پړه
ګوښې پاتې له اشره
د وړو ملکوتي غږونو مېنه
دا څو خونې مدرسه هم
اوس کنډر کنډر ولاړه
کتابونه پاڼې پاڼې دېوالو ته
د باران څاڅکو وهلي ـ را غونج شوي
دغه ځای هم د تکبیر له شوره غلی
دغه ځای هم د سجدو له خونده پاتې
دلته نشته سېپارې او کتابونه
دلته نشته سپین واړه واړه لاسونه
چې راحل کې قرآن خلاص کړي
سترګې پټې کړې او سا کړې ورته بنده
د خوږ زړه فریاد په په سویو کوکو وکړي
کلی تاسې ته در پاتې
تاسې وار له واره لوټ دا مدرسه کړه
چې وړو چړیانو یخ کې ټوله کړې
تاسې ټوله ترې راټوله وظیفه کړه
قلف مو وچاواه، خړ وره د مدرسې ته
چې ور ړنګه مو، په ټانګ باندې چوتره کړه.
کابل ـ ۱۳۹۳-۸-۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x