افغانستان

د واورې او بارانو د زيات اورښت له امله لږ تر لږه څوارلس تنه ووژل شول

kabul_camp_afghanistanنن ټکی آسیا: د تیرو څو ورځو د بارانو او وارورو د اورښت له امله په افغانستان کې لږه تر لږه د څوارلسو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل سوی دی.

د تیري شنبې په ورځ  دفراه ولایت پنځه کلي د بارانو وروسته تر سیلابو لاندي راغلي چې په نتیجه کې تقریبا 1300 کورونه او ودانۍ په بشپړه یا جزیی توګه تخریب شوي.

یو موټر چې د پنځو ماشومانو په شمول دوې ښځې په کښي سپرې وې،

سیلاب وړي او وژلي یې دي، او همداسي په لسګونو باغونه او سلګونو هکتاره کرهنیزه مځکه تر اوبو لاندي راغلې.

د بلي خوا د بدخشان ولایت په کیشم ولسوالی کی د واورو د اوریدلو او د غرو څخه په را نړیدلو کې دوه کسه مړه او یوه سخت ژوبل شوی دی.
د هلمند په موسی قلعی ولسوالی کی هم د بارانو له وجې سخت زیانونه رسیدلي.
د هوا پيژندني ادارو ویلي چې کیداي شي د افغانستان په مختلفو سیمو کې لا بارانو او واوري تر یو څو ورځو دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x