د نن سرلیکنه

طالبان دکابل په امنیه قومنداني کې ! – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله:  تیره ورځ د کابل په زړه د امنیه قومنداني پر ودانۍ د وسله والو طالبانو د برید له کبله د یادې قومنداني د امنیت امر مړ او شپږتنه امنیتي پولیس ژوبل شول .

د کابل پر امنیه قومنداني د طالبانو دا برید په تیریوه کال د خپل نوعیت له مخې تر ټولو تکتیکي برید دی چې شخصا د یادې قومنداني د قوماندې پر مرکز تر سره او په ترڅ کې یې یو لوړرتبه مهم چارواکی وژل کیږي.

دا برید د طالبانو د یوه هیښوونکي پوځي مانور په توګه د اشرف غني د نوي حکومت لپاره خپل زماني او مکاني مدلولات او پیغامونه له ځانه سره لري .

د کابل د څارندوی قومنداني د قوماندې پر دفتر د طالبانو وروستی برید په واقعیت کې د بهرنیوځواکونو او د کابل رژیم د ټولو دفاعي او امنیتي ارګانونو د امنیتي وړتیاوو د ننګولو په معنادی .

ځکه طالبانو وکړای شول د تیرو ۱۳ کلونو په بهیرکې په ټول افغانستان په تیره دکابل په ښارکې د بهرنيانو پر ديپلوماتیکو او نظامي مرکزونو او پر مهمو دولتي ارګانونو او اشخاصو باندې خپل بریدونه په بریالۍ توګه سرته ورسوي.

د بیلګې په توګه طالبانو وکړای شول په کابل کې د ناټو پرعمومي قومندانۍ ، د امریکا پرسفارت،د امریکايي استخباراتو (سي ،آی،اي ) پر دفتر ، د ارګ پرماڼۍ ، د دفاع وزارت په داخل کې د وزیر پر دفتر، د کورنیو چارو وزارت د خارجي مشاورینو پر هستوګځي، د ملي امنیت پر رئیس او بالآخره د څارندوي پر قومنداني برید وکړي او تر دغو مهمو نقطو پوري له هیڅ ډول مزاحمت نه بغیر ځان ورسوي.

دا معجزه ډوله پوځي بریدونه تصادف نه ،بلکې هغه ورځني عیني حقائق دي چې د هغو پر پوځي اهمیت او محاربوي موثریت خپله د خارجي ځواکونو پوځي ماهرین او د کابل ادارې نظامي او استخباراتي چارواکې تر بل هرچا ښه پوهیږي.

امریکایانو او ناټو تړون په افغانستان کې پرخپل پوځي ماموریت او د افغاني ځواکونو پر روزلو په تریلیونونو ډالره مصرف کړل ، خو ۱۳ کاله وروسته د هغو ټولو محصول دا شو چې همدغه خارجي اوداخلي روزل شوي ځواکونه دطالبانو له بریدونو خپل ځان نشي ژغورلی.

په افغانستان کې د امنیت راوستلو په پلمه میشت بهرني ځواکونه او د هغوی په حمایت د منځته راغلې ادارې چارواکو ته په کار دي چې نور لیږ پردغو واقعیتونو غور وکړي چې د دوی له دومره لوړو جنګي لګښتونو ، مجهزو پوځونو ، پرمختللیو وسائلو سره سره څرنګه تش لاسي طالبان وتوانیدل چې د دوی د محرمو دفترونو دروازې ور وټکوي او هلته د دوی آرام ژوند ورنا آرامه کړي؟

که نور هم بهرني ځواکونه او یا د هغوی تحت الحمایه اداره خپل ځانونه او ولسونه یواځي پردې خبرو تیرباسي چې په افغانستان کې د دوی په مقابل کې په اصطلاح څوتنه تروریستان جنګیږي ښايي دابه په دوګوتو د لمر پټولو هغه ناکامه هڅه وي چې نه عقلي توجیه لري او نه عملي ؛ ځکه د انساني سالم تعقل له مخې دا هیڅ ممکنه نده چې څوتنه غیرمنظم تش لاسي وسله وال دې د یوسل او پنځوس زرو مجهزو خارجي او دری سوه پنځوسو زروداخلي منظمو روزل شویو پوځیانو مقابله وکړي او د هغوي ټوله پوځي او امنیتي وړتیادي وننګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x