
د نوکیا زوال… مایکروسافټ د نوکیا نوم پرته سمارټ فون بازار ته وړاندې کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ د نومبر په ۱۱مه خپل نوی مایکروسافټ لومیا بازار ته وړاندې کوي. دا لومړی ځل دی چې مایکروسافټ لومیا سمارټ فون لړۍ کې د نوکیا نوم ندی استعمال شوی.
مایکروسافټ یو تجارتي تصویر خپرولو سره د دغې نوی سمارټ فون بازار ته وړاندې کولو زیری ورکړی. په دغه تصویر کې د دغې موبایل یوازې یوه څنډه او کامره ښکاري.
دغه سمارت فون به د لومیا لړۍ لومړی سمارټ فون وي، چې د نوکیا نوم به په کې نه استعمالیږي. دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې مایکروسافټ کمپنۍ اعلان وکړ چې له دې وروسته به د دغې کمپنۍ په تولیداتو کې د نوکیا نوم نه استعمالیږي.
مایکروسافټ کمپنۍ غواړي چې سمارټ فون دغه لړۍ کې بنیادې بدلون رواړي چې په مرسته يي دغه سمارټ فون له مخکې د خلکو زیات پام ځان ته واړوي.
لومیا سربیره مایکروسافټ کمپنۍ غواړي چې وینډوز فون کې هم اساسي بدلون رواړي ځکه چې دغه سیسټم تر اوسه هم د خلکو پام ځان ته ندی اړولی او سمارټ فون په نړی کې یوازې ۲.۵٪ خلک وینډوز اپریټنگ سیسټم لرونکی سمارټ فون استعمالوي