سټایل

استاد رحمت الله حکیمي

سټایل یوناني کلمه ده ، د یوه شخص هغه فردي ځانګړنې او خصوصیات دي ، چې د نورووګړو څخه یې توپیر پرې کېدلای شي هرکس دوه ډوله ځانګړنې لري :

۱ــ باطني ځانګړنې ۲ـ ظاهري ځانګړنې

باطني سپېڅلتیا ، پاکوالی انسان په ظاهري جمال مجللوي ، برعکس یې باطني نواقص او چټلۍ د انسان ظاهري کړه وړه د عیبونو سره مخ کوي ، کله وارې داسې پېښیږي ، چې یو کس په باطن یو ډول په ظاهر کې بل ډول ځان ښکاره کوي دا به حقیقت کې لغزش یا خطا وي ، یا به دظواهروپه واسطه باطني هدف ته  درسېدو لارې لنډوي .

په ادب کې سټایل د یوه هنرمند او لیکوال د اثارو هغه ځانګړنې دي ،چې د نورو لیکوالو د اثارو څخه یې جدا کوي دلته هم لیکوال په خپلو اثارو کې باطني او ظاهري احساسات او خیالونه انځوروي ؛ نود سټایل کلمه په دواړو بعدونو پورې منګولې لګوي خو تر ډیره برېده په کې د باطن د کامیابي راز لټوي .

د سټایل دکلمې مفهوم همغه پخوانی مفهوم دی ولې د تاریخ په په اوږدو د ژوند په هرډګر کې په نوې بڼه ځان ښکاره کوي .

 په ټولنیزو کړو وړو کې سټایل په دوه ډوله دی ۱ـ عام سټایل ۲ـ خاص سټایل

خاص سټایل : هغه لاره ده ، چې انسان یې د خپلو فردي او فطرتي غوښتنو په اساس ځانته جوړوي .

عام سټایل : هغه ځانګړنې دي چې د یوې ټولنې ، یوې طبقې او ډلې خپل کړي وي ، چې دابیا نظر همغه ټولنې ته عام سټایل بلل کیږي .

که یو شخص په لاره روان وي ببر سر ، د ګرېوان یوه تڼۍ یې خلاصه بله بنده ، یوه پایڅه یې پورته بله ټیټه او کله وارې دځان سره غږيږي د ادلیوني خاص سټایل دی ، او که د یوې ټولنې یوه طبقه خلک یو قسم جامې ، لباس ، کړه وړه او تر ډیره یو قسم فکر ولري دا بیا دهغه ټولنې عام سټایل دی دا چې د سټایل دغه وېشنه د ټولنې فرهنګي ، فولکوري او تاریخي خواوې ځواکمنوي .

هره ټولنه د خپلو عقایدو په رڼا کې فردي او ټولنیز سټایلونه لري او په همدغه سټایلونو لوړ ګوري او په نورو ټولنو کې یې د رایج کېدو دپاره هڅې کوي ترڅو د نړیوالتوب جامه ورواغوندي .

که خپل هېواد ته نظر وکړو هر قوم بیل بیل سټایلونه لري ، چې ټول د اسلام او افغان د کلمې لاندې ترسره کوي مثلآ : له ډېرې پخوا نه پښتون د څادر ، پګړۍ او درنو جامو اغوستلو دود لري ، جرګې کول د دوی یوه ټولنیزه کړنه او سټایل ، باید د تل دپاره په همدغه سټایل لوړوګوري او ویې پالي ، هېڅ ژبه ،کلتور ، فلکور  پرمختګ نشي کولای ترڅو چې د رایج کولو دپاره یې په هېواد نۍ او نړیواله کچه کوشش ونشي .

نن سبا افغاني ټولنې په سلو کې اویا فېصده پردیو سټایلونو او فرهنګ ته وده ورکوي ، خپلو فرهنګي ، کلتوري او تاریخي دودونو او کړنو ته یې شا کړې حتی تر دې چې په پردیو سټایلونو تر دې برېده کلک وي چې څه ورته ووایې د جنګ په کرښه درسره دریږي ، د الله (ج) خبره ده ((څوک چې په خپلو نفسونو کې بدلون راولي  ،الله (ج) به یې حالت بدل کړي ))

ناوړه کړنې ، دودونه کول د انسان نفس تر ولکې لاندې راولي ، په زړه کې یې تور والی پیدا کیږي نو د الله (ج) د قهر او غضب سبب ګرځي .

 د یوه لیکوال په خبره(( ترهغې یو قوم له منځه نه ځي ترڅو چې ژبه او کلتور یې له منځه لاړ نشي ))  ، غواړم د خپلې ټولنې په ننیو دودیزو ، عقیدوي او کلتوري برخو کې په نموړې کلمه رڼا واچوم .

 په عقیدوي اړخ کې افغاني ټولنه اسلامي فکر ، د الله او رسول فرمانونو ته لبیک وایي په دې پوهېدل د هروګړي دنده بولي نن سبا چې وینو راغلې دېمو کراسي زموږ دوګړو ذهنونه  په بله اړوي ډیر د افسوس ځای دی بې داسلامي دین څخه په نورو ادیانو کې ځان ته د بریالیتوب راز لټوي ، د بېلګې په ډول د تلوسي سریال به زموږ ټولنه څومره د تاترین کندې ته کوزه کړې وي ، سبحان الله د کابل په ښار کې د یوه ماشوم له خولې خپلې مور ته ویل کیږي د ورور  واده مې دی په خېنه کې شمعونه کیږده ، کله یې چې شمعې ورته ولګوي  نو هغه ماشوم لومړی دې اورته سجده وکړ ي خپلې مور ته یې وایي : (( حالې به بیادرش مېبرم )) ، بل د سترګو لیدلی حالت ، دروژې په میاشت کې دماښام اذانه ته به شل دقیقې پاتې وي ، دکور له کار ډیر ستړی وم ،پښې نه راپسې ټولېدي بوشکې مې دابو نولکې ته دډکولو دپاره یوړې، ګورم چې دوه ځلمیان یوبل ته داوایي (( بمبه دې که یک زره اوبخوریم ) ) ما فکر کوو چې ټوکې به وهي ، دروژې خوړل مې مخامخ نه ؤ لیدلي وېښته مې نیغ شول ورنوره مې کړه روژه څنګه خورې ، هغوی په ځواب کې وویل (( ای سټایل است )) خو ماهم سټایل وروښودو …… استغفرالله دا دراغلې دېموکراسۍ ډالۍ دي چې دې خاورې ته یې راوړي .

دودېزې برخې ته که وګورو لنډو جامو اغوستلو مو په ځانونو ، فرانسوي ، جرمني اوهېندي ږېري جوړولو مو په مخونو او تیرنام ، تیربام ، فوجي وېښتو جوړلو مو په سرونو ښې ملنډې ووهلې ، الله (ج) دې هلاک کړي پرداسې کړنو ویاړ هم کوي که نور نه وي خپلو پلرونو ته دې پام وکړي چې هغوی هم تیرنام او فرانسوي ږیرې جوړولې .

په تاریخي اشخاصو ، اثارو او ویاړنو باندې د ننو چارواکو ملنډې وهل خو عادي خبره ده ، دستر غازي ، خپلواکې اخېستونکي مېډال دبوش غاړې ته په دې ورلویږي چې د نموړي کس له خوا داټولنه ډیره  منندویه ده ،ځکه چې بې ګناه افغان او افغانانې یې د ویر په ټغر نه دي کېنولي ، داسلامي مقدساتو په توهین یې لاس نه دی پورې کړ، ځکه داهم یو سټایل دی چې دبل هېواد لوړپوړي چارواکي ته د خپل ویاړلي ویاړ ورکوي ؛ خو ناهېلي موباید له هېلې درنه نشي ځکه اوس هم داسې د دستار سړي لرو چې دخپل اسلام ، ژبې او کلتور د بډاینې دپاره یې مټې رابډوهلي ،دهغې په رڼا کې ځان او نوروته د فلاح او خلاصون لاره لټوي ، په خپله خوږه پښتو سره د اسلامیت او افغانیت له لوړڅلي څخه د ژوند او اخرت د سوکالۍ نارې وهي .

د یوه اباد سرلوړي او خپواک افغانستان  په هېله

 پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د