نیویارک ټایمز: طالبانو یو ځل بیا خپل زور وښود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د کابل په امنیه قومنداني کې په پروني سرتيري برید تبصره کړې ده او د کابل په څېر ښار کې يې په امنیتي اداره کې دغه برید د طالبانو د زور نمونه بللې ده.

ورځپاڼه وايي چې که څه هم د داسې بریدونو تلفات لږ دي، خو طالبان یو ځل بیا بهرنیو او کورنیو چارواکو ته دا ورښيي چې دوی په تر ټوله خوندي سیمه کې هم برید کولای شي.
د ورځپاڼې په قول په داسې ښار کې چې د ایتلافي او کورنیو ځواکونو مرکزونه په دې ښار کې شته د طالبانو له لوري سرتيری برید د هغوی په زور ښوودنه دلالت کوي.

نیویارک ټایمز د امنیه قومنداني د یومامور له خولې لیکي چې سرتيري بریدګر غوښتل چې له امنیه قومندان سره وویني، خو نوموړی د دفتر د امر شعبې ته وروستل شو او سملاسي يې چاودنه وکړه.

د کابل په امنیه قومنداني کې په داسې حال کې دغه چاودنه وشوه، تر دې ساعت وړاندې د ملي اردو په کواسټر ډوله موټر هم د کابل ښار په اتمه حوزه کې چاودنه شوه چې ګڼه مرګ ـ ژوبله يې واړوله.

په امنیه قومنداني کې تر سرتيري برید نږدې نیم ساعت وروسته بیا هم یوې زورورې چاودنې ښار ولړزاوه چې امنیتي مسوولینو له رسنیز کېدلو پټه کړه.

طالبانو تر دې وړاندې هم په ځینو مهمو ځایونو بریدونه کړي دي،د بیلګې په توګه کابل کې د ناټو پرعمومي قومندانۍ ، د امریکا پرسفارت،د امریکايي استخباراتو (سي ،آی،اي ) پر دفتر ، د ارګ پرماڼۍ ، د دفاع وزارت په داخل کې د وزیر پر دفتر، د کورنیو چارو وزارت د خارجي مشاورینو پر هستوګځي، د ملي امنیت پر رئیس او بالآخره د څارندوي پر قومنداني برید وکړي او تر دغو مهمو نقطو پوري يې له هیڅ ډول مزاحمت نه بغیر ځانونه ورسول.

شنونکي پر دې اند دي چې په افغانستان کې د امنیت راوستلو په پلمه میشت بهرني ځواکونه او د هغوی په حمایت د منځته راغلې ادارې چارواکو ته په کار دي چې نور لیږ پردغو واقعیتونو غور وکړي چې د دوی له دومره لوړو جنګي لګښتونو ، مجهزو پوځونو ، پرمختللیو وسائلو سره سره څرنګه تش لاسي طالبان وتوانیدل چې د دوی د محرمو دفترونو دروازې ور وټکوي او هلته د دوی آرام ژوند ورنا آرامه کړي؟

نن هم په کابل، لوګر، ننګرهار او پکتیا کې د چاودنو په لړ کې ګڼو نظامي مسوولینو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، چې د نظامي چارو ماهرین له نیویارک ټایمز سره په یوه خوله دا د طالبانو د زور او دولتي مسوولینو خورا نادر ضعف څرګندوی بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د