افغانستاننظــر

جنرال رازق؛ هم قانون، هم ناقض او هم پولیس!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): پورته عنوان ته ورته د قومندان رازق په اړه یوه جمله د کندهار پخواني والي ګل اغا شیرزي هم نیویارک ټایمز ته کړې، نوموړي ویلي چې جنرال رازق په کندهار کې هم خدای، هم رسول، هم والي او هم ولسمشر دی.

هغه څوک چې په کندهار کې یې د نوم له اوریدو سره د کندهاریانو په زړونو کې د هغه وحشت او ویره را څرګندیږي.

په یوه اوږده راپور کې چې نیویارک ټایمز خپور کړی، ویل شوي چې د اشرف غني له خوا د نوي ادارې د تشکیلاتو لپاره بحثونو کې د جنرال رازق برخلیک نامعلوم غوندې دی، ځکه چې نوموړی د پخواني واکمن حامد کرزي پاتې مفسد چارواکو څخه یو دی، او پر هغه سربیره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ادارو او خپله امریکایانو له خوا ډیر ځله د بشریت ضد په جرمونو تورن شوی دی.

نوموړي تر درو امنیتي خطونو شاته په خپل کور کې په یوې وړې باغیچې کې د نیویارک ټایمز خبریال سره لیدلي. د نیویارک ټایمز خبریال وايي چې نېږدې د کور ماشومانو لوبي کولې، نوموړي هغوی ته په اشاره سره وويل چې اقلاً نه غواړم چې دغه ماشومان راڅخه وویریږي!

د نیویارک ټایمز په وینا نوموړي که څه هم په کندهار ښار کې نسبي امن را وستلی، خو ورسره یې د وحشت او ظلم کیسې د هر چا په خوله دي.
هغه خپل د قوم اډوزو (رازق په قوم اډوزی دی) ځوانان په امنیتي بستونو ګومارلي، د کندهار په ښار کې تر ۲۶۰ زیاتي امنیتي پوستې جوړې کړي او د کندهار د بې تاجه بادشاه په څېر چلند کوي، چې هر څه هر چیرې وغواړي هغه کوي.

د نیویارک ټایمز په وینا جنرال رازق د امریکایي اشغال پيداوار دی او له همدې سره یې نوم را پورته شوی، هغه په سپین بولدک کې د یو ولسوال په توګه د پاکستان سره د ویش پر پوله د قاچاق او نورو لارو څخه په ملیونونو ډالر تر لاسه کړي او اوس په کندهار کې یو د سترو پانګه والو څخه شمېرل کیږي.

په راپور کې راغلي چې نوموړی په کندهار کې خپلې زړې قومي دښمنۍ پالي او خپل د نوي طاقت څخه د خپلو قومي مخالفتونو په لار کې کار اخلي، نوموړي په ۲۰۰۶ کې په ښکاره توګه ۱۶ کسه قومي مخالفین ووژل او هغه یې د سپین بولدک په یوه صحرا کې ښخ کړل او له همدې امله چې مړي به یی کول او په صحراو کې به یی غورځول، یا به یې په ویالو کې غورځول، د نوموړي پر ضد د بشري حقوقو د مؤسسو له خوا نیوکې زیاتي شولې، خو د هغه کلکو ملاتړو لکه د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي د هر رنګه مخالفتونو سربیره د هغه دفاع وکړه، تر شا یې ودریدی او پر هغه سربیره کرزي خپل په وروستیو شپو کې نوموړي ته د جنرالۍ درېیم ستوری هم ورکړ!

راپور کاږي له کله نه چې د کندهار پخوانی طاقت تر ټولو وړ سړی احمد ولي کرزی وژل شوی، له هغه راهیسې جنرال رازق ستوری نور هم ځلیدلی او د کندهار بلا منازعه واکمن شوی دی.

د نوموړي پولیس چې په ۲۶۰ امنیتي پوستو کې ځای پر ځای شوي، اکثریت یې د جنرال رازق د قوم (اډوزو – اڅکزو) دي، اکثره یې کم عمره او نالوستي ځوانان دي، چې دسمالونه یې تړلي او تورې عینکې يې په سترګو وي، د امریکا له خوا ورکړل شوې هاموي موټرو کې ګرزي، په سینو باندي د رازق انځورونه لګولي وي او د کندهار په کوڅو کې د والي د کوټۍ تر څنګ په لوړه خندا ګرځي.

د نوموړي په اړه که څه هم ویل کیږي چې د طالبانو پر ضد خورا سخت چلند لري، خو ډیری کتونکي په دې باور دې چې د جنرال رازق همدا ظالمانه چلند نور ولس د طالبانو لمنې ته ور ټېل وهي، او خلک د دولت او پولیسو څخه بیزاره کوي.

د بشري حقوقو د مؤسسو په قول نوموړي په تیر اګست میاشت کې د ژیړۍ په ولسوالۍ کې د طالبانو سره تر سختي جګړې وروسته د بشر ضد غټې کړنې تر سره کړې، او د ده تر ولکې لاندې پولیسو شپږ کوچیان یوازې په دې شک په ډیره بې رحمۍ سره ووژل چې ګومان کیده د طالبانو سره به یې همکاري کړي وي.

د سیمي یو تن عیني شاهد چې نه یې غوښتل د جنرال رازق له ویرې يې نوم واخیستل شي، وویل چې د دوی کسان راغلل، د سنګسار د ولې خواته یې په توره شپه کې بوتلل او بیا د ډزو غږونه واوریدل او سهار د هغو شپږو کسانو مړي وموندل شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ادارې څخه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې ۸۱ داسې کسان چې د پولیسو له خوا نیول شوي وه او ثبت شوي بندیان وه، د یوه کال په ترڅ کې ورک شول، او هیڅ درک یی ونه لګېد.

په کندهار کې د بشري حقوقو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د جنرال رازق د پولیسو له خوا ډیر ځله داسي مړي د کندهار روغتون ته را وړل شوي چې په سرونو کې یې د برمې په هغه ماشین چې په دیوالونو کې سوري پرې کیږي، سوري شوي وي، او تر سخت تعذیب وروسته وژل شوي وي.

ورځپاڼه لیکي چې د اخلاص محمد په نامه ۱۳ کلن هلک د جنرال رازق د پولیسو له خوا د پاشمول په سیمه کې برمته شو، او هغه په پوسته کې د جنسي غریزي د سړولو لپاره ساتل کیده؛ خو کله چې کروندګر پلار خان محمد د خپل زوی د خلاصون غوښتنه وکړه، پولیسو د هغه زوی په ډزو وواژه او بیا یې د هغه په وینو کې لت پت جسد د کور مخته وغورځولو، د هلک پلار ته یې وویل چې هلک د طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو.

خان محمد وايي چې ما د کندهار په ښار کې محکمې ته مراجعه وکړه، خو هلته قاضي راته مشوره راکړه چې دا قضیه باید نوره پریږدم، ځکه چې زما مقابل لوري ته د جنرال رازق پولیس دي.

نوموړي چې خپل د ۱۳ کلن وژل شوي زوی عکسونه یې په لاس کې نیولي وه، په چیغو چیغو ویل چې «دا څرنګه عدل او دا څرنګه قضاوت دی.»
جنرال رازق د خپل پولیسو څخه په دفاع کې ویلي چې پولیس هم انسانان دي، کیدای شي خطا ځیني وشي، خو زیاته کړې چې دغه کس هم شواهد نه لرل.

د افغانستان د چارو ماهر مایکل سمپل چې په افغانستان کې زیات وخت تیر کړی، په فارسي او پښتو ژبو خبرې کولای شي، د طالبانو سره یی هم ملاقاتونه کړي، د همدې خبر په اړه په تبصره کې ویلي چې په کندهار کې د جنرال رازق کړنې او په خپل پوست د هغه دوام د دولت څخه ولس ناراضه کوي او هغوی د طالبانو لوري ته مایله کوي.

یوه غربي چارواکي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې تیره اونۍ د امریکايي ځواکونو اوسني مشر جنرال جان کامپبل په شخصي توګه د رازق سره اړیکه نیولې او هغه ته یې ګواښ کړی چې هر څه کوي هغه دې وکړي، خو «له سرې کرښې دې پښې نه اړوي».

په راپور کې راغلي چې نوموړی نه یوازي په کندهار کې خپل قومي او سیاسي مخالفین په بې رحمۍ سره وژني، بلکي د پولي بلې غاړې ته هم په چمن او کوټه ښار کې په ځینو ځنځیري قتلونو تورن دی، چې په هغه کې د رواني میلادي میاشتي په لومړۍ ورځ د ملک بارات خان مرګ وروستی پېښه ده، چې د خپل ماشومانو سره د ښوونځي په لوري روان و، نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړي او د ۱۲ کلن زوی سره یی ځای پر ځای وواژه.

نیویارک ټایمز لیکي چې د نوي حکومت ولسمشر اشرف غني که له یوې خوا د کندهار د امنیت ساتلو لپاره یو قوي کس ته اړتیا لري، خو له بلي خوا هغه دا تعهد کړی چې د زاړه ولس مشر حامد کرزي باندې شمېرل شوي کسان چې په فساد او وینو یې لاس ککړ وي، له دندو ګوښه کوي.

ایرلینډی مایکل سمپل ویلي چې اشرف غني کیدای شي د جنرال رازق په ټول فساد او ظلم باندې سترګې پټې کړي او هغه بیا هم د وخت د ضرورت په پلمه پر خپله څوکۍ فعاله وساتي.

مایکل زیاتوي چې په افغانستان کې امن یوازې هغه وخت را تلای شي کله چې پولیس دا درک کړي چې دوی د قانون ماتولو لپاره نه بلکي د قانون ساتلو لپاره دنده سرته رسوي.

نوموړی وايي چې بیا هم کیدای شي اشرف غني هغه د یو لنډې مودې لپاره په خپله څوکۍ وساتي، خو د اوږد مهالې ادارې لپاره زه فکر نه کوم چې جنرال رازق د مسلې حل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

GENRAL RAZIQ IS THE BEST AFGHAN,HE IS ANTI TALIBS,HE CAN KEEP GOOD SECURITY,PEOPLES LIKE HIM,IF GENRAL RAZIQ CHANGE FROM KANDAHAR,TALIBAN WILL FIND MORE POWER ON PEOPLES,
GENRAL RAZIQ IS HONEST AFGHAN,HE LOVE AFGHANISTAN,HE LOVE PEOPLES.
I WANT LONG LIFE,GOOD HEALTH AND VICTORY FOR GENRAL RAAZIQ,THANK YOU

Juma Mubarak

په کندهار کي دا ډول کړني کیږي خو دا هیڅکله هم نه منو او نه یې هم څوک ثابتولای سي چي دا کړني دي پر وطن مین پولیس د محترم جنرال رازق په ښکاره درسره کوي.

دا راپور په سختو ټکو غندم او په بشپړه توګه یی ناسم بولم.

نا پيژاند

بالکل دغسی ظلمونه یی کړی که پرحق سترګی پټی نکړو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x