د بېړۍ په کچه مساحت لرونکی خپلواک هیواد!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): تاسې پوهیږئ چې نا محدود سمندرونو منځ کې یوه کوچنۍ بحري کښتۍ په مساحت ۲۲ کسه نفوس لرونکی هیواد موجود دی؟
دغه یو ازاد هیواد دی چې یوه شهزاده او شهزاده گۍ هم لري او دغه هیواد په ۱۹۶۷ز کال کې خپله ازادي اعلان کړې وه. سي لینډ (Sealand) نومی دغه هیواد د برتانيي له ساحلونو څخه لرې په نړیوالو اوبو کې موقعیت لري چې خپل پيسې او ملي ترانه هم لري.

په اصل کې دا یوه تاریخي کلا ده چې دوهمه نړیواله جگړه کې برتانوي جنرال رای دغه کلا فتحه کړه. ۱۹۵۰ کال څخه دغه کلا خالي وه چې جگړې څخه وروسته کله چې جنرال رای په کب نیولو بوخت شو نو د برتانيي حکومت له بندیزونو څخه د خلاصون لپاره نوموړی دغه کلا کې د یو هیواد په توگه ازادي اعلان کړه.

جنرال رای دغه کلا کې له خپلې میرمنې سره اوسیده او دغه کلا يي د برتانیي له حکومت څخه بیله کړه چې رای د دغه هیواد لومړنی پاچا او میرمن يي ملکه شوه.

دوه کانکریټې ستنو له پاڅه د اوسپنې یوه تخته د دغې هیواد ټول مساحت دی چې خپل خوراکې توکي له برتانیه او نورو اروپايي هیوادونو څخه واردوي.

د دې هیواد بنسټ ایښودونکی جنرال رای له مرگ څخه وروسته د نوموړی زوي مایکل دغې هیواد پاچا شو. د دغې هیواد په وینا جرمني او فرانسه تر اوسه دغه هیواد په رسمیت پیژندلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د