ټکنالوژي

فیسبوک د خپلو کاروونکو اختیارات زیاتوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): فیسبوک غواړي چې پوسټ او ځینو نورو برخو کې خپلو کاروونکو اختیارات زیات کړي.

تیره ورځ دغې کمپنۍ اعلان وکړ چې فیسبوک نوی سیټنگ (Setting) له مخې که تاسو غواړئ چې یو کس، پیج او یا گروپ له بې ځایه پوسټونو څخه ځان خلاص کړی نو کولی شئ نوموړی کس، صفحه او یا گروپ ان فالو (UnFollow) کړئ چې له دې وروسته به نوموړی کس ستاسو ملگرو لیست کې وي خو پوسټونه به يي تاسې ته نه ښکاري. او که غواړئ چې بیرته د نوموړی کس پوسټونه وگورئ نو کولی شي د فالو اپشن کلیک کړئ.

که کاروونکي وغواړي کولی شي یو مشخص کس د پوسټونو شمیر کم یا بند کړي. نوی سیټنگ کې دا اپشن موجود دی چې په اساس يي کاروونکی تعینولی شي چې له کوم کس څخه څومره پوسټونه نوموړی ته ورسیږي.

د ټکنالوژۍ څیړونکو د فیسبوک دغه اقدام ستایلي چې پر بنسټ يي د کاروونکو اختیارات زیاتیږي. په دې وروستیو کې فیسبوک په دې برخه کې ډیر زیات کار کړی تر څو وتوانیږي د خلکو نورو اجتماعي شبکو ته تگ مخنیوی وکړي.

له دې مخکې خلکو شکایت کړی وو چې کله هم فیسبوک کې خپل نیوز فيډ (News Feed) برخه گوري نو له غیر ضروروي پوسټونو څخه ډک وي. په اوسط ډول هره ورځ ۸۶۴ میلیونه کسان خپل نیوز فیډ گورې او له غیر ضروري پوسټونو څخه کړیږي.

همدې شکایتونو نظر کې نیولو سره دغه کمپنۍ غواړي چې فیسبوک اجتماعي شبکې کې د کاروونکو اختیارات ډیر کړي تر څو هر څوک خپله وټاکی چې کوم پوسټ وویني او کوم نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x