افغانستان

طالبانو دمصر داولسي پاڅون په اړه اعلامیه خپره کړه

C1-N1په مصر کې  داولس دپاڅون او مسلسلو پراخو مظاهرو په زور  دمصر واکمن حاکم نظام ونړید او دحسني مبارک دیرش کلنه واکمني  پایته ورسیده.

دنړۍ اکثرو هیوادونو  دمصر داولس  دحیرانونکي پاڅون  وستایه  او په دې اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل ، په افغانستان کې ددولت ضد او داشغالګرو ځواکونو په وړاندي مقاومت کونکي تحریک  طالبانو هم  په مصر کې حالتو ته په کتوسره دیوه غبرګون په څرګندولو

سره دمصر داولس پاڅون ستایلي  او په مصر کې دراتلونکي نظام دجوړیدو په هکله یې مصري اولس  راتلونکو خطرونو ته متوجه کړي.

دالیکلي  اعلامیه  چې دطالبانو دویاند له لوري رسنیو ته لیږل  شوې نن ټکې اسیا هم ترلاسه کړې چې کټ مټ یې نشر ته سپاري..


په مصر کې د ولسي پا څون دبري په اړوند د اسلامی امارت غبرګون

په مصر کی ددوو اونیو ولسي پا څون،  د هغه هیواد حاکم حسني مبارک مجبور کړ چې د قدرت واګي پریږدي او د مظاهره کوونکو بنیادي شرط  ته غاړه کښیږدي .  نوموړي د تیرو دیرشو کالونو راهیسې ،  د مصر د حکومت چارې په لاس کې درلودې او د امریکا او اسرائیلو د پراخو مالي ، سیاسي اواستخباراتي مرستو څخه مستفید و،خو  میداني واقعیتونو وښوده چې ډیرې وسلې ،ډیرپوځونه اوبهرنی ملاتړ د قدرت ددوام سبب نشي کیدای او نه د تل لپاره د ولس د هیلو او غوښتنو   دکاروان مخه نیول کیدای  شي هر وخت چې د ولس د صبر کاسه ډکه شي ،  نو دیوې خروښیدلې څپې په توګه خپله لاره پخپله باسي .

دافغانستان اسلامي امارت  دیاد  تاریخي پاڅون دبریالیتوب غوندې مصري اولس  ته دمتعال خدای له درباره دتوفیق التجاء کوي ، ترڅو  دیوه رښتیني خپلواک  اسلامي  حکومت دجوړونې په کار کې کامیابه اودبهرنیودښمنانوددسیسومخه ونیسي  .

سره له دې چې دمصري اولس پاڅون دبریالیتوب ترمنزله رسیدلی ، خو اصلي او امتحاني پړاو یې اوس پیل شوی ، مصريان باید له دې حساسو شیبو نه لازمه ګټه پورته کړي ، او دیوه مسلمان ملت په توګه خپل سیاسي ژونداو تګلوری  له سره وټاکي  .

د مصر حالات په افغانستان کې امریکایي یرغلګرو  او د هغوئ ګوډاګیانو ته یو څرګند پیغام لری،  هغه دا چې :

 

۱- ستاسي له لوري دپرمختللیووسلواستعمال،دباغونواوکورونوتخریب اوله ازادوانسانانو نه زندانونه ډکول، د قدرت ددوام سبب نشي کیدای . دانن چی تاسې په افغان ولس  کوم ظلم کوئ ، هغه به ډیرژر د انقلاب  رنګ راوړي او ستاسې د استکبار بیړئ به په ولسي پا څون هرو مرو   له منځه ځي . انشا الله.

 

۲- تاسی چې غواړئ په یویشتمه پیړۍ کې استعماري نظام قائم کړئ ، دا د وخت او دولس د هیلو خلاف عمل دی، هیڅکله به  دتاریخ پدې دور کې پدې شوم پلان کې کامیاب نشئ ، وخت او ولس دواړه  ستاسې په خلاف دی .

 

۳- دوه مخې امریکا په مصر کې د نظام د سوله ایز بدلون خبرې کوي خو په افغانستان کې په همدې تور، زمونږ د هیواد ولسي کلي بمباروي ، د ودونو او خوشحالیو محفلونه په غم بدلوي او معصوم افغانان د شپې په خواږه خوب کې ویده شهیدانوي ،دا ځکه چې افغانان هم د نورو په شان  خپل حقه حقوق غواړي . امریکایان په کوم مخ او ضمیر ددیموکراسۍ او ازادۍ خبرې کوي پداسې حال کې چې په افغانستان کې یې د همدې دیموکراسۍ تر پوچ شعار لاندې دسرو وینو لښتي روان کړي دي .

 

۴- اوس د کابل ګوډاګۍ اداره په یوه مافیایی دولت بدله شوې ده . په دولتي موټرو کې قاچاق وړل کیږی او سرمایه د یو څو محدودو امریکا پلوه کسانو په لاس کې ده، د غه  ناانډولي ، ولسي انقلاب  ته نوره هم لاره هواروي اوپه پراخ انقلابي یون سره به دغه د زورواکی او ظلم  دور پای ته رسیږي .

 

۵- څه کم لس کاله تاسې د افغان مجاهد ولس په خلاف په ټول توان سره وجنګیدئ خو د رسوایۍ ، مالي بحران او قرضو د  ملامتوونکي بار پرته مو څه ترلاسه نکړل، ایا که نورهم لس کاله وجنګیږئ نو څه فکر کوئ چې افغانستان به په ارامه تر خیټې لاندې کړئ او که  د ولسي پا څون په څپو کې به د امپراطوریو په همدي هدیره کې د تل لپاره خښ شئ .؟

 

۶- مونږ د سپینې ماڼۍ او پنتاګون چارواکو ته وایو تاسې به ترکومه په جعلي انتخاباتو،بي مفهومه غوڼډو سازشونو او د بې ضمیره اجنټانو په روزلو سره  دولس دهیلو مخه ډب کړې او همداسې به خپلې استعماري تګلارې ته دوام ورکوئ ؟ ترڅو به تاسوته په جګړه کې اوښتی ځاني او مالي زیان له خپل ولس نه پټ وساتئ ایا  په امریکا کې د تیر کال مالي بحران مو هیر دی؟  او ایا یونیم ټریلون بودجوي خساره ستاسی د قریب الوقوع   زوال علامه نه ده؟

 

۷- د حسني مبارک له استعفی نه څلورویشت ساعتونه لا نه و تیرشوي چې د امریکا ځینو  چارواکو او د ټایم مجلې هغه په سپکو او توهین آمیز القابو یاد کړ، موږ د کابل داوسنۍ ادارې چارواکو ته وایو نن مو امریکایي استعمار، د خپل ولس  په  خلاف  استعمالوي او په شا مو ټپوي خو سبا به همدا یرغلګران تاسې ته د بشریت قاتلا ن او خاینان وایي ،اوخپل خیرن اوپه وینوککړلاسونه به په تاسو پاکوي همدا اوس هم وخت دی ، په هوش راشئ ، د پردیو  غلامي پریږدئ او د ولس لاره خپله کړئ .

 

۸- دافغانستان ټول اولس باید دوخت په دې اساسو شېبوکې هرڅه ته بیداروي ،داسلام او وطن ددښمنانوټولوتخریبي پلانونواو دسیسو ته متوجه واوسي، د غربی استعمار، بی عدالتي ، ظلم ، وحشت ، اداري فساد او غربي لوڅ فرهنګ  په خلاف یوه او بل ته نورهم دورورئ لاسونه ورکړئ او دیوه  محکم  مرصوص بنیان په توګه د ولسی اسلامی انقلاب په لور ګامونه پورته کړئ . د اسلامي امارت  مجاهدین ستاسې خادمان او ستاسې تر څنګ ولاړ دي .  زمونږ  یقین دی چې بری  زمونږه دی دښمن به خوار او ذلیل وي .ان شاء الله تعالی

د افغانستان اسلامی امارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x