نظــر

د ایمان په وړاندې د ټیکنالوژۍ ماتې

عبدالحنان همت

دادی یرغلګروامریکایانو دهلمند له کمپ باسټنه وروسته په افغانستان کې د دوی تر ټولو له لویې اډې  باګرام  څخه هم د تېښتې اراده کړې ده  ، باګرام  په هیواد کې د امریکایانو تر ټولو لوی مرکز وو هغه ځای چې زموږ ډیر عزتمند  هیواد وال د دې مغرورو  وحشیانو په لاس  پکې  شکنجه کېدل ، وهل کېدل ، او د مرګ  او بې عزتۍ تربریده په هر ډول عذابونو ځورول کېدل

د باګرام منحوسه اډه نه یوازې دا چې زموږ د اتلانو  لپاره د ربړولو او کړولو مرکز و ، بلکې زموږ د ډیرو افغاني پېغلو او ځوانانو دعزتونو او ناموسونو د چور او تالان مرکز هم و،

خو نن دالله ج په مرسته او د مجاهدینو د نه هېریدونکو قربانیو له برکته د دښمن دا مشهوره ځاله هم دنړېدلو په درشل کې ده .

زموږ هغه ورځې هم نه دې هېرې ، چې د هیواد فضا B52ډولو الوتکو پر سر اخیستې وه او غربي مېډیا ټولو خلګو ته په زړونو ور ننیستلې و چې له امر یکا یې زبرځواک سره ډغر وهل د ځان  او خپلې ټولنې له هلاکت ور هغې خواته نور هیڅ هم  ندي ،ځکه د دوی په قول او عقیده امریکا یان هغه ځواک دی ،چې د خپل پرمختللي تخنیک په  مټ  له  ډېري لوړې ارتفاع څخه  پر ځمکه درې انچه شی لیدلای او وشتلای شي ، نو ځکه د دې زبرځواک ماتې ناشوني او ډغره وهل ورسره حماقت دی .

هغه وخت چې امریکا یې ولسمشر بوش د اسلام په وړاندې د صلیبي جګړې د اعلان ترڅنګ- وویل چې که په افغانستان کې زموږ دښمنان په سمڅو هم ننوزي ، نو موږ به یې دسمڅو دننه سا وباسو، او څوک چې زموږ مقابلې ته راځي هغه  ځان ته په خپل لاس قبر تیاروي   .

هغه وخت چې امریکا یې ولسمشر بوش ټولې نړۍ ته په ډیر مغرورانه انداز سره اخطار ور کړ چې یا له موږ سره ملګري شئ او یا  دده په اصطلاح له تروریزمه سره

چې  اکثره کفري او اسلامي دولتونو  په ډیر تلوار سره  بې له دې چې دافغانستان  او سوچه مسلمانا نو تېر شوی تاریخ په نظر کې ولري  په دې کفري ټلواله کې ور ګډ شول

هو داهغه وخت و چې په ظاهره ډیر قوي ایمانونه  هم متزلزل  شول  او په افغانستان کې په  درجنونو د جهاد په نامه ټیکدارانو خپل تېر جهاد ، افغانیت او ایمانونه د حیثیت ، ډالرو او قدرت لپاره لیلام ته وړاندي کړل او په پوره بې شرمۍ سره یې دې کفري اتحاد ته سرونه ټيت کړل .

خو یوه ډله  صابر مؤمنان   داسي هم پیدا شول چې دامریکا ، ناټو او ټول غرب له جاه او جلاله  پوځي او سیاسي قدرته او پرمخ تللې ټیکنالوژۍ څخه  مطلق بې پروا و او په ډیر صابرانه انداز سره يې دالله ج پر دې قول باور وکړ چې کم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ . ډیر ځله د الله په امر سره  کوچنی ډلې پر لویو ډلو بریالۍ شویدي، او الله له صبر کونکو سره (ملګری) دی.

همغه و چې الله ج  دخپل عادت له مخې دې ډلې ته د هر ډول ستونزو  او کړاو نو په وړاندي صبر او استقامت ور نصیب کړ، او په یوه ډیر حیرانوونکي ډول  سره یې په  تش لاس خو دقوي ایمان او دالله ج پر مرسته د باور له کبله  د نیمې پر مخ تللې نړۍ له استعمار  سره داسې ډغره ووهله چې تاریخ به یې تل یاد ساتي .

هو دادی دیارلس کاله وروسته   موږ پر دې ږغیږو چې امریکایې او د ناټو اشرباڼې اوس دخپل غرور له نیلي راشوه شوي دي او  د خپلې ما تې په منلو سره  یو په بل پسې   له خپلو اډو پښې سپکوي .

نن موږ دهغو حیرانوونکو صحنو  شاهدان یو چې نه  زموږ مغروردښمن او نه یې هم نړیوالو اټکل کړی و

موږ نن  دالله ج په مرسته ثا بته کړه چې دیوې قوي تیوري  او پر الله ج باندې  د باور په وړاندې هر ډول ټیکنا لوژي او قدرت  هم  له یقني ماتي سره مخامخ کیدونکی دی .

وما ذالک علی الله بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kakar

الله اكبر الهم انصر الاسلام و المسلمين واهلك اليهود والنصاري وروافض والمرتدين وساير اعدا الدين

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x