ورزش

افغان ۱۹ کلنو لوبډلې یو ځل بیا نړۍ حیرانه کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د اسیا پریمیر لیگ دریمه لوبه کې افغانستان د عربي اماراتو لوبډلې د ۳۰۶ منډو ستر توپیر سره ماتې ورکړه.

دغې لوبې پچه افغان لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. دغه لوبه کې طارق ستانکزی بې سارې لوبه وکړه او په یواځې ۱۱۹ بالونو د ۱۳ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۱۶۰ منډو جوړولو سره سره ناسوځیدلی پاتې شو.

نور افغان توپ وهونکي هم ښه وځلیدل. نننۍ لوبه کې وحید الله شفق ۸۷ او حضرت الله ځاځی ۴۵ منډې جوړې کړې. طارق ستانکزی غوره توپ وهنه افغانستان سره په یو ستر هدف ټاکلو کې ډیره مرسته وکړه. دغه لوبه کې افغان لوبډله د عربي اماراتو لوبډلې ته ۳۹۰ منډو ستر هدف وټاکه.

دغه لوبه کې عربي اماراتو لپاره غوره توپ اچونه «پریرا» وکړه چې د افغان لوبډلې ۳ لوبغاړي يي وسوځول.

عربي اماراتو د یو ستر هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه. مالیزیا ټوله لوبډله یوازې ۸۳ منډې جوړولو ورسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ.

نننۍ لوبه کې افغان توپ اچونکي هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړه.

دغه لوبه کې نوید الحق ۴، راشد خان، شاهدالله دوه دوه او ضیاءالرحمن او جمعه گل یو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x