کندهار: له مخامخ جګړې سره هم مهاله په عسکرو درنې چاودنې ترسره شوې
دکندهار له ښاره وروستي راپورونه وايي چې دکندهار ښار په مختلفو برخو کې درو پرلپسوقوي چاودنو بهرنیو او داخلي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
وروستي خبرونو وايي چې پیل شوې جګړه لا دوام لري ، دپیښې ځاي ته ورغلي لاری دامنیتي کسانو لخوا تړل شوې .په ښار کې دپولیسو او بهرنیو چارواکو موټر یوخوا بل خوا ګرځي راګرځي او په هوا کې هم زیات تعداد چورلکې ګزمې کوي.
طالبانو په دې پيښه کې عسکرو ته درنې مرګ ژوبلې خبره کوي خو دولتي چارواکو ویلي چې په پیښه کې تردې دمه دوه درې تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان دي.