افغانستان

د جوزجان د دوو ولسوالیو اوسېدونکي له نا امنیو سر ټکوي

 نن ټکی اسیا (سه شنبه، د لړم۲۰مه، ۱۳۹۳ل):  د جوزجان په مرکز کې شبرغان ښار کې د دغه ولایت له قوش تپه او درزآب ولسوالیو څخه یو شمېر را کوچېدلي خلک په خپلو سېو کې د امنیتي وضعیت له خرابتیا او د ترینګلي وضعیت څخه شکایت کوي. .

د جوزجان د درزآب او قوش تپه ولسوالیو اوسېدونکي چې نن یې په شبرغان کې له رسنیو سره د خپلو سېمو په اړه څرګندونې کولې وویل، چې په دې وروستیو کې دواړې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې کښېوتي دي او حکومت او امنیتي ځواکونه په څو محدودو امنیتي پوستو کې را ایسار شوي دي.

ه په دې سېمو کې غرونو، لوړو ژورو، پراخو او خلاصو سېمو طالبانو ته د دې زمېنه برابري کړي، چې په ازادانه توګه خپل نظامي ، سیاسي او ملکي فعالیتونه منسجم او ترسره کاندي.

د دوی په خبره، طالبان پر کلیو او اطرافي سېمو سربېره د شبرغان – سرپل او شبرغان درزآب په لویو لارو کې هم پوستې لري او تل پکې له شکمنو موټرو او سورلیو تلاشي اخلي، که حکومتي او یا له بهرنیانو سره کارکوونکي کسان ومومي ؛ نو له لارې يې کوزوي او که عادي خلک وي، نو بېرته یې خوشي کوي.

په شبرغان ښار کې د دغو سېمو څخه را کډه شوي خلکو وویل، چې دوی د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جنګ جګړو له کبله کډو کولو ته اړ شوي او که د ناامنیو دا لړۍ همداسې روانه وه، نو ښايي د سېمو یو زیات شمېر نور اوسېدونکي هم د خپلو کورونو او پټیو پرېښودلو ته اړ باسي.

د قاري رفیقي په نوم يو تن له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل : « طالبان ورځ په ورځ له امنیتي ځواکونو سېمي لاندې کوي، خلک د جګړو او نښتو له ویرې له ژونده بېزاره شوي او په دې لټه کې دي، چې څومره ژر شوني،نو له سېمي پښې سپکې کړي.»

د ملي اردو عسکر د خلکو د کورونو د تلاشۍ پر مهال
د ملي اردو عسکر د خلکو د کورونو د تلاشۍ پر مهال

د حیات الله په نوم د درزاب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي، چې د طالبانو تر نفوذ او ولکې لاندې سېمو خلک عادي ژوند کوي، طالبان په کلیو او کورونو ګرځي، که څوک وغواړي، نو طالبانو ته په خپله خوښه عشر او زکات او همداراز ډوډۍ او خواړه ورکوي.

امنیتي چارواکي هم اعتراف کوي، چې طالبانو له تېرو دریو میاشتو راهیسې په یادوو دوو ولسوالیو کې د پخوا پر تله زیات پرمختګ کړی او امنیتي ځواکونو ته یې خنډونه ایجاد کړي. د جوزجان د امنیه قومندانۍ د اوپراسیون امیر سمونوال عبدالمنان رووفي  په خبره دغو ولسوالیو ته ټولټال ۶۰۰ تنه اربکیان یا سیمه یېز پولیس استول شوي ول، چې د جګړو، چاودنو او نښتو په ترڅ کې څه باندې ۲۰۰ اربکیان وژل شوي او نور پاتي څلور سوه اربکیان د دې جوګه نه دي، چې په بشپړه توګه د سېمو امنیت تامین کړي. ده له خپلو لوړپوړو چارواکو وغوښتل، ترڅو په سېمو کې د بندو امنیتي ځواکونو ستونزو ته جدي ته پاملرنه وکړي او مرستې ته یې را ودانګي.

د درزاب ولسوال ذبیح الله بیا وايي، چې دلته خلک ارام او نورمال ژوند کوي او په وینا یې داسې جدي ستونزې نه تر سترګو کېږي، چې له امله یې خلک د کورونو پريښودلو ته اړوزي.

ولسوال تایید کړه ، چې امنیتي ځواکونه او سیمه یېز اربکیان د امنیت په را وستلو کې پاتې راغلي، خو په خبره یې حکومت ته پکار دي، چې سېمي ته یو شمېر نور امنیتي ځواکونه را واستوي.

په دې وروستیو کې له شمال او شمال ختیځ سېمو نه د ناامنیو زیات راپورونه ورکول کېږي. د څارونکو په اند په دې وروستیو کې د خپلسریو وسله والو او اربکیانو ظلمونو او ناوړه چلند ، غلاوو او تېریو  ډېری خلک دې ته اړ کړي، چې د طالبانو لیکو ته داخل شي او د هغوی تر قومانده لاندې په جنګ جګړو او نښتو کې برخه واخلي.

خلک همداراز له ښکېلو غاړو دا شکایت هم کوي، چې ډېری مهال په کلیو کې جګړو او وسله والو نښتو د دوی ژوند ته ګواښ پېښ کړی او څو ځلې يې غوښتنه کړې، چې دواړه خواوې باید د دوی له کورونو او استوګنځیو د سپر کار وانخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x