افغانستان

طالبانو کندز کې د تخار د والي د وژل کېدا راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د لړم۱۹مه، ۱۳۹۳ل):  طالبانو د حکومت هغه راپور چې وايي، نن یې کندز کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له لورې د تخار لپاره نومول شوی والي مولوي اسماعیل او د هغه نور ملګري  له منځه وړي، په ټېګه رد کړی او هغه یې تش پروپاګند بللي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دی خپله د دوی له لورې د تخار لپاره د ټاکل شوي والي مولوي اسماعیل سره د ټلیفون له لارې غږېدلی ، هغه ژوندی دی او نن یې په یو شمېر رسنیو کې د حکومت له خولې د خپل ځان او ملګرو د وژل کېدا خپاره شوي خبرونه ناسم ، د حکومتي لوري کمزوري او یوه ناکامه مطبوعاتي هڅه بللې.

ښاغلي مجاهد پر حکومت تور ولګاوو، چې په جګړو او عملیاتو کې له ناکامي وروسته تل دا ډول بې اساسه او له حقیقته لیرې راپورونه خپروي، ترڅو د خپلو عسکرو او جنګیالیو مورال لوړ او د خلکو عامه ذهنیت بدل کاندي.

طالب ویاند په کندز کې د نننۍ جګړې په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په باب، چې سیمه یېزو امنیتي چارواکو پکې د درنو تلفاتو د اړولو خبر ورکړی، یوازې د خپل یوه ملګري له لاسه ورکول تایید کړي او کاږي، چې : « تيره شپه د بدخشان په ولايت کې زموږ ۳ تنه مجاهدین شهیدان شوي او په کندز کې یوتن ملګري په جګړه کې شهيد شوي ده، له دې نه پرته په  شمال شرقي زون کې هيڅ مجاهد ته هم  زیان نده اوښتی.»

د خبرپاڼې په پای کې راغلي : « څرنګه چې دروغ نشي کولای د باطل بری تضمین کړي نو زموږ غلام دښمنان به هم ونشي کړای په خپل دغه ډول پروپاګند سره جهادی بهیر ټکنی کړی او دخپل ځان په وړاندې د را پاریدلي ملت د آزادۍ غوښنې داعیه مجروح کړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx