تازه خبر: په کندهار کې د درنې جګړې خبر ورکړل شو

له کندهار نه په تازه ورکړل شوي خبر کې ویل شوي نن غرمه په دولس بجې دکندهار ښارمرکزامنیه قومندانۍ ته نژدې درنه جګړه روانه ده

خبر زیاتوی درې تنه په وسلوال سمبال کسان قومندانۍ ته څیرمه یو لوړ تعمیر ته ختلي او پر امنیه قومنداني او شاوخوا دولتي ودانیو دسپکو او درنو وسلو ډزې کوي،په پیښه کې دمرګ ژوبلې په اړه کوم راپور تردې دمه نه دي ورکړل شوي

داپیښه په داسي حال کې رامنځ ته کیږی چې څو ورځې وړاندي دکندهار امنیتي چارواکو دامنیت دښه کیدو په اړه غونډه وکړه او لازم تدابیر یې ونیول.

احمد بریال