افغانستان

محمدي: طالبانو د مقناطیسي ماینونو کارولو ته توجه زیاته کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د لړم۱۹مه، ۱۳۹۳ل):  د تازه تر لاسه شوي خبر په اساس، د هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر جنرال بسم الله خان محمدي نن د وزیرانو شورا په اوونیزه غونډه کې وویل، چې  طالبانو د تهاجمي او مخامخ بریدونو پر ځای هدفي او غلچکي بریدونو او له دې هم ډېره توجه د مقناطیسي ماینونو کارولو ته اړولې.

نوموړي په داسې حال کې چې نن یې د وزیرانو شورا ته د هېواد د امنیتي او نظامي وضعیت په اړه خپل ګزارش وړاندې کاوو، وویل چې دوی ته رسېدلي مالومات جوتوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په خپلو ډېری چاودنو کې له مقناطیسي او په موټرو پسې نښلېدونکو ماینونو نه زیاته استفاده کړې.

جنرال محمدي همداراز ادعا وکړه، چې اوس مهال په ډېری ولایتونو کې د دوی د کومانډو او ځانګړو ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عملیات پيل کړي.

د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې د امنیتي وضعیت په باب د دفاع د سرپرست وزیر سربېره د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد عمر داودزي هم غونډې ته خپل ګزارش وړاندې کړ.

نوموړي هم د دفاع وزیر د خبرو په تایید وویل، چې په دې وروستیو کې طالبانو د ډله یېزو او مخامخ بریدونو پر ځای چاودنو، هدفي بریدونو او نورو چارو ته مخه کړې .

د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا، په تېره اونۍ کې په جنوب او جنوب ختيځو سېمو کې د ناامنۍ پېښې کمې شې، خو اعتراف یې وکړ، چې په شمال ،  شمال ختيځ او ختیځ کې  بیا ناامني زیاته شوې.

د هېواد لوړپوړي نظامي چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې طالبانو تېره ورځ یوازې په پلازمېنه – کابل ښار- کې دوې چاودنې او د کابل امنیه قومندانۍ دننه د نفوذي کس په مټ سرتېری برید په تر سره کولو سره د امنیه قومندانۍ د دفتر د رییس تر څنګ ګڼو امنیتي چارواکو ته مرګ ژوبله واړوله.

همدارنګه نن هم په جلال اباد ښار کې یوې چاودنې د پولیسو د اکاډمۍ شپږو روزونکو او استادانو ته مرګ ژوبله واړوله او تر څنګ يې نن له غرمې مخکې په لوګر کې د دغه ولایت د اربکیانو عمومي مشر قوماندان علي سبز له لسو زیاتو نورو پولیسو او اربکیانو سره د لوګر په امنیه قومندانۍ کې دننه وواژه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x