خبرونهنړۍ

د چین او روسیې لا نژدې اړیکو امریکا ګوښه کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): پرون د چین په بیجینګ کې د اپيک د غړو هېوادونو سرمشریزه وه. دا غونډه داسې مهال ترسره شوه چې د روسیې او امریکا اړیکې له سړې جګړې وروسته دومره نه وې خرابې شوې. امریکا د اوکراین د مسئلې پر سر پر روسې اقتصادي بندیزونه لګولي؛ خو د اپيک له غونډې لږ وړاندې روسيې او چین د ۴۰۰ملیارده ډالرو په ارزښت د ګازو یو تړون لاسلیک کړ. د ژيوپولتیکو کارپوهانو په وینا دا تړون په اسیا کې د ځواک انډول بدلوي.

د امریکا له خوا پر بندیز سربېره د چین و روس دغسې نژدې کېدا امریکا ته ښه خبر نه دی.

د اپيک په غونډه کې امریکايي ولسمشر اوباما تر ډېره د اړیکو ښه کېدو هڅې کولې او کوشش یې کاوه چې چین سره د ښو اړیکو ډاډ ورکړي. اوباما وویل: «په اوسنۍ نړۍ کې د یوه هېواد پر مختګ د بل په زیان نه دی». اوباما زیاته کړه: «د چین او امریکا لا نژدې همکاري د نړۍ د سولې او ټیکاو په ګټه دی».

چینايي ولسمشر شي جینپينګ روسیې سره د ګازو د تړون پر مهال وویل: «په نړیواله کچه چې څه پېښېږي، موږ [چین و روسیه] به په خپلو بهرنیو سیاستونو کې ګډې همکارۍ ته لومړیتوب ورکړو». روسي ولسمشر ولادیمیر پوټین وویل: «د دوو هېوادونو [چین و روسیه] همغږي مرسته کوي چې نړۍ لا باثباته شي».

کیون ووک پيک، د روس-چین د چارو کارپوه وايي: «په داسې مهال چې متحده ایالات له چین سره په څو جبهو کې رقابت کوي، چین علاقمند دی چې له روس یې د انرژۍ په برخه کې تړون یوازې یو ضرورت نه، بلکې د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژيکې کچې قوي همکارۍ ښکارندوی دی».

چین او روسیه داسې مهال د لا نژدې همکاريو تړون لاسلیکوي چې په اپيک سازمان کې اسیايي هېوادونه تر ډېره بریده د لوېدیځ له اتکا پرته د اسیا پر پرمختګ غور کوي. د کارپوهانو په باور «اسیايي همکاري» تر ډېره بریده کولای شي اسیا له لوېدیځه لرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x