نړۍ

پاکستان کې «زه ملاله نه يم» ورځ ولمانځل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم۲۰مه ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د پاکستان ګڼو خصوصي ښوونځويو کې «زه ملاله نه يم» ورځ ولمانځل شوه.

د پاکستان ګڼو خصوصي ښوونځيو کې ځوانو نجونو او استادانو د ملالې يوسفزۍ پر ضد «زه ملاله نه يم» ورځ له دې امله ولمانځله، چې د سوات ملالې د نجونو د حقونو لپاره د پاکستاني ولس باره کې د خلکو «منفي استازيتوب» کړی دی.

يو شمېر پاکستانيو او نړيوالو کړيو ملاله يوسفزۍ د نجونو د حقونو مبارزه بولي، مګر عام پاکستانی ولس بيا په دې اند دی، چې ملاله يوسفزۍ د لويديځو د ګټو ښکار شوې او هغوی يې د خپلو موخو لپاره د پاکستاني د ملي ګټو پر ضد کاروي.

د پاکستان د خصوصي ښوونځيو فيدراسيون له خلکو غوښتي، چې د ملالې يوسفزۍ

«زه يم ملاله» کتاب ونه لولي؛ ځکه چې دغه کتاب کې د اسلام او پاکستان ضد ليکنې او مواد راټول شوي دي.

دغه اتحاديه وايي، چې د ملالې کتاب د برتانوۍ ليکوالې کرسټينا ليمب په مرسته ليکل شوی او خبرې يې د ملالې له سويې پورته دي او په دغه کتاب کې د پاکستاني ليکوال او د قرانکريم توهينوونکي سلمان رشدي سره خواخوږي ښوول شوې ده.

سلمان رشدي نژدې شل کاله وړاندې د قرانکريم ایتونه «شيطاني ايتونه» بللي و او له هغې وروسته لندن ته ولاړ او هلته يې پناه واخيسته او له هغه ځايه د اسلام، پغيمبرانو او قرانکريم باره کې سپکې خبرې او ليکنې کوي.

ملالې يوسفزۍ په خپل کتاب کې د سلمان رشدي دغه څرګندونې د «بيان ازادي» بللې او د نوموړي دغه کار يې ستايلی دی.

د خصوصي ښوونځيو د فدراسيون مشر مرزاکاشف په خپلو څرګندونو کې وويل، چې دوی د ملالې د هغو څرګندونو غندنه کوي، چې د سلمان رشدي خبرې يې د بيان ازادي بللې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دوی فيدراسيون په ګرد هېواد کې د سيمينارونو او کنفرانسونو په واسطه «زه ملاله نه يم» ورځ ولمانځله او نړيوالو ته يې روښانه کړه، چې ملاله يوسفزۍ د پاکستاني ولس استازې نه ده او نوموړې د خپل پلار، انجیوګانو او لويديځو چارواکو په مرسته دې ځای ته رسول شوې او د نوموړې له وړتيا يې ناوړه ګټه پوره کړه، چې اوس يې د خپل دين او هېواد پر ضد کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيد خوستئ

او هغه ورز لري نه ده چي ملاله به په اسلام او قرآن دتنقيد حوله وازه كڑي
چي په بدل كي به يي غربي شيطانان میڈالونه وركڑي

جبیرعبرت

ولهذالیوم یرضعونها

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x