نړۍ

سند ايالت کې د ترافيکي پيښې له امله ۴۰ تنه مړه او ۲۵ ټپيان شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم۲۰مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان سند ايالت سکهر سيمه کې د مساپر وړوړنکي موټر او ټيلر تر منځ د ټکر له امله څلويښت تنه مړه او ۲۵ نور ټپيان شول.

د سکهر موټروې پوليسو مشر وايي، چې مساپر وړونکی بس د خيبرپښتونخوا له سوات څخه راروان و، چې د سکهر خيرپور سيمې سره د تېز رفتارۍ له امله باروړونکي ټيلر سره ټکر شو.

چارواکي وايي، چې پېښه کې څلويښت کسان مړه او ۲۵ ټپيان شوي دي، چې د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

پوليسو او مرستندويه ډلو د پېښې قربانيان نژدې روغتونونو ته ورسول او ټولو سيمه ييزو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

چارواکي وايي، چې دا پېښه نن سهار څلور بجې وشوه او ډېری کسان بس کې د اور لګېدو له امله مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x