افغانستان

سرنوشت ورځپاڼه: د کابینې پر سر اختلاف د ونډې او وړتیا له کبله دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د لړم۲۰مه، ۱۳۹۳ل): سرنوشت ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د کابینې پر سر را ولاړو شویو ننداریو  ته په اشارې سره ویلي، چې د کابینې پر سر اختلاف د ونډې او وړتیا له کبله دی.

 د ورځپاڼې په خبره په داسې حال کې، چې د ولسمشر غني د هغه ژمنې پوره کېدو ته یوازې یوه ورځ پاتې  ده چې د کابینې د ټاکلو لپاره لپاره یې کړې وه. د سیاسي چارو شنونکي وايي دا ژمنه به ځکه په ټاکلي وخت پوره نشي چې د حکومت اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ د ونډې او وړتیا پر سر اختلافات موجود دي.

سرنوشت د ولسي جرګې د غړي او د متحد ملت ګوند د مشر عبدالرحیم ایوبي له خولې لیکي، چې اجرایوي ریاست عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال خپلو پلویانو ته د ډېرو او مهمو څوکیو د ویشلو ژمنه ورکړې، ځکه نو اوس غواړي، چې دولتي څوکۍ دې نېم په نېمه ورسره وویشل شي.

ښاغلي ایوبي سرنوشت ته ویلي : « زما د معلوماتو له مخې اجرایوي رییس نیمايي حکومت داسې غواړي که چېرې ولسوال د ولسمشر له لوري ټاکل کیږي امنیه قوماندان باید د ده وي، که سفیر ټاکل ټاکل کیږي باید قونسل د ده وي. دی همدراز لس خپلواک ریاستونه او دیارلس وزارتونه غواړي چې ولسمشر غني ورته لومړی څلور او اوس شپږ وزارتونه منلي او د ولسمشر غوښتنه داده چې پاتې وزارتونو ته باید د ولس په خوښه د وړتیا له مخې کسان وګمارل شي. »

د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ډله هم مني چې د کابینې په ټاکنه کې اختلافات شته خو ډول یې جلا بولي.

د اجرایوي رییس عبدالله پلوۍ یوې سرچېنې  ورځپاڼې ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د کابینې د ټاکلو ستونزه اوس مهال په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت پر ریاست او امنیت شورا ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د عبدالله عبدالله ډله وايي، دوه امنیتي بنسټونه باید د ولسمشر غني او دوه د اجرایوي رییس شي، خو د ولسمشر ټیم بیا وايي چې امنیت شورا یو مشاوریت دی او د هغه د وېش پرېکړه نه ده شوې.

سرچینه زیاتوي چې وزیرانو د معرفي کېدو لپاره دواړو نوماندانو معیارونه مشخص کړي، او ویلي یې دي، چې په کابېنه کې باید فاسد، غاصب او قاتل اشخاص نه وي همدراز باید اهلیت او عملیت هم ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د ټاکنو په کمېسیون کې د اصلاحاتو د ډول او په اساسي قانون کې د تعدیل پر موضوع د بحث لپاره هم د یو کمیسیون پر جوړولو کار روان دی.
خو د اجرایوي رییس د ټیم د پلویانو له ورستیو څرګندونو ښکاري چې د واک د وېش پر سر اختلافاتو اندېښمن کړي.

تیره ورځ د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور یوې خبري غونډې ته وویل، که په هغه هوکړه چې له مخې یې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شوی بشپړ او ماده په ماده عمل ونه شي نو دا کار به د ملي یووالي حکومت ته ګران تمام شي.

وړمه ورځ له اجرایوي رییس سره د کتنې پر مهال د پنجشیر خلکو له عبدالله عبدالله غوښتنه کړې وه چې د واک د وېش پر سر شوې هوکړه دې ژر تر ژره عملي شي.

خو اجرایوي رییس هغوی ته ویلي وو، دی ډېر اندېښمن نه دی او ډاډه دی چې هغه هوکړه به پلې کیږي چې ده او ولسمشر غني کړې.

سیاسي کارپوه اکبر جان فولاد وايي ډاډه نه دی چې نوی حکومت دې په بشپړ ډول په کابینه کې وړتیاوې په پام کې ونیسي؛ خو په وینا یې که دغه ټکی له پامه ولویږي د ولس هغه هیلې به  ناهلیۍ شي چې له نوي حکومته یې لري.

نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: « د ملي یووالي د حکومت تر دواړو مشرانو را چاپير فاسدو او غاصبو کړیو ته په کتو ګمان نه کوم چې موږ دې یو مسلکي کابېنه ولرو، ځکه همدا کړۍ ولسمشر او اجرایوي رییس ته خپل کسان ور وړاندې کوي او غواړي په کابینه کې د همدې کړیو لاسپوڅي وزیران شي.»

که څه هم د ولسمشر غني د هغه ژمنې وخت سبا پوره کیږي چې ده په کې د کابینې ټاکلو ژمنه کړې وه؛ خو درې ورځې وړاندې یې له دیني علماوو سره په خبرو کې وویل، چې دې کابینې په ټاکلو کې به بیړه ونه کړي.

د کابل پوهنتون استاد او حقوقي کارپوه نصر الله ستانکزی وايي، د ولسمشر هغه ژمنه چې ویلي یې وو په پنځه څلویښتو ورځو به نوي کابینه معرفي کړي کومه قانوني بڼه نه لري خو د خلکو د باور لپاره مهمه ده.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په داسې حال کې له ولسمشر سره د واک د نیم ویش پر سر پر چنو او معاملو بوخت دی، چې د ټاکنیزو شکایاتو د اورېدلو کمیسیون مشر عبدالستار سعادت څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت له لورې د اجرايوي ریاست را منځته یو غیر قانوني کړنه بللې او اجرایوي رییس یې غیر قانوني بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x