افغانستان

ناڅرګندو وسله والو کندهار کې د لیسې یو مدیر او پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، د لړم۲۰مه، ۱۳۹۳ل):  نن له غرمې مخکې د کندهار ښار په مربوطاتو کې د جلا جلا پېښو په ترڅ کې د میرویس نیکه عالي لیسې مدیر او یو پولیس  د ناڅرګندو وسله والو له لورې وژل شوي.

لومړۍ پېښه  سهار نهه نیمې بجې د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اړوند د میرویس نیکه عالي لیسې سره نیږدې وروسته له هغې را منځته شوه، چې د دغې لیسې مدیر وحیدالله احمدي د دندې په لور روان و، چې د ناڅرګندو وسله والو تر ډزو لاندې راغی او ځای پر ځای ووژل شو.

همداراز د نهو بجو شاوخوا د ښار د اتمې امنیتي حوزې په سېمه کې محبس ته څېرمه پر تلاشۍ ولاړ یو پولیس د دوو تنو موټر سایکل سپرو وسله والو له لورې وژل شوی.

د کندهار امنیتي چارواکو د دواړو پېښې پخلی کړی او د میرویس نیکه د لیسې د مدیر وژنه سیاسي نه بلکې یوه جنایي پېښه بولي او زیاتوي، چې ښايي غله پکې لاس ولري، خو د دوهمې پېښې د انګیزې په اړه یې له څه ویلو ډډه کړې.

ویل کېږي، چې د غبرګو پېښو برید کوونکي له برید وروسته په تېښته بریالي شوي.

طالبانو د دواړو پېښو اړه تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x