افغانستان

د امنیتي تړون اړوند پټه ناسته وشوه

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت د سلاکار او د ولسي جرګې د ځینو غړو ترمنځ له امریکا او ناټو سره د غبرګو تړونونو په اړه پټه ناسته وشوه.

دغه ناسته چې تېره ورځ د ملي امنیت د سلاکار او د پخواني کمونیستي رژیم فعال حنیف اتمر او د ولسي جرګې د ځينو غړو ترمنځ وشوه، له امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونونو په اړه د تړلیو دروازو شاته بحث وشو.

که څه هم د ناستې له جریانه له رسنیو سره معلومات شریک نه شول، خو د ملي امنیت سلاکار له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل چې دی پر دې خوښ دی چې د ولسي جرګې غړي به د هېواد په ګټه پرېکړه کوي.

دوی ونه ویل چې په ناسته کې پر کومو موضوعاتو بحث وشو او ولې له رسنیو پټه د تړلیو دروازو شاته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني، د امریکا په متحده ایالاتو کې دافغانستان سفیر او د دفاع وزرات مرستیال عنایت الله نظري هم ګډون کړی و.

حنیف اتمر د ولسي جرګې د غړو اړوند وویل چې دوی په تېر کې هم د کوم تړون مخالفت نه دی کړی او په خبره يې د دې تړون په ارزښت به هم خامخا خبر واوسي.

که څه هم د ملي امنیت سلاکار دغه پټه ناسته د وکیلانو په خوښه ګڼله، خو په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی محمد فرهاد عظیمي وايي چې له دې تړون سره د ولسي جرګې ځينې غړي مخالف دي او د دې پټې ناستې هیڅ اړتیا نه وه.

د نوموړي په خبره که څه هم دا ناسته پټه وه، خو ښکاره خبره ده چې پر کومو موضوعاتو به بحث شوی وي.

له امریکا سره امینتي تړون د نوي حکومت پر سبا د دې حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا دسفیر ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې به نږدې ۹۸۰۰ امریکايي عسکر په هرات، مزارشریف، کندهار، شینډنډ، ګردېز، هلمند، بګرام او کابل کې مېشت شي، چې له ماليې به هم معاف وي.

د دې تړون له مخې که کوم امریکايي عسکر په افغانستان کې کوم جرم وکړي د افغانستان حکومت يې د محاکمې حق نه لري.

یاده دې وي د دې تړون اړوند پراخ ولسي توند غبرګونونه هم وښودل شول خو د ګډ حکومت تر ټولو لومړی کار د دې تړون لاسلیکول و، چې پخواني ولسمشر يې له لاسلیکولو انکار کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x