حیران یې کړم !

استاد رحمت الله حکیمي

نه پوهیږم ، چې ځیني کسان ولې په هغه څه چې نه پوهیږي په اړه یې فیصلې کوي او ځان ته داحق ورکوي چې په هره مسله کې چپ پاتې نه شي دلته هدف دادی ، چې ځیني کسان بحث په دې موخه کوي چې پایلې ته ورسیږي اوځینې یې په دې موخه کوي چې دبحث نه څه زده کړي ؛ خودې ته فکر نه کوي چې دفکر نیلی مې په  دې ساحه کې زغاسته کولای شي که نه خو دی یې چو! کوي .

شیبه وړاندې مې دیوه استاد نه چې په پوهنتون کې دادب تاریخ درس ورکوي وواریدل ((چې په شعر تر ننه کره کتنه نه دې شوې او زیاته یې کړه ، چې ټول شاعران به په دوزخ کې دسپیو په څیر غاپي . ))

حیران یې کړم چې څنګه خلک مخکې له دې چې څه ووايي ، په څنګه ویلو یې فکر نه کوي دنوموړي کس خبرې په دې نه ارزي چې لیکنه پرې وکړم خو دادې دپاره لیکم چې په داسې کسانو هم دپوهنتون بستونه ډګ شوي دي کوم چې فکر په فکر نه کوي ، هرڅه دخپل شخصي تعصبي لیدلوري نه ګوري ، دنوموړي خبرومې وېښته نیغ ودرول او دځان سره مې بیا وویل چې خیر دالفت په خبره فکر یې بندي دی ، فکر یې تر دې دمه په ازاده سحراکې الوت نه دی کړی ، یوه نادوده خو یې داوکړه چې ټولو شاعرانو ته یې دسپیو خطاب وکړ، که یې داخبره په استثنایي ډول کړې وای کومه پروایې نه درلودله بله داچې دشعر له خوانه دی تیر شوی داسې وایي چې تر دې دمه په شعر کره کتنه نه ده شوې دی بې چاره ګی په دې نه دی خبرچې (نقد الشعر ) چالیکلی اودخوشحال خټک نقدي خبرې یې دشعر په اړه نه دې اوریدلي که څه هم دادب تاریخ درس ورکوي زه به دومره ووایم چې دی دې دډېر لوست پر مټ ویل وکړي او په څنګه ویلو دې فکر وکړي ، فکر دې دفکر په اړه وکړي بیا دې دې دنقد میدان ته راوزغلي نومړی دې ددې لیکنې په کتلو سره په رسمي ډول دټولو شاعرانو اونقادانو نه بښنه وغواړي .

دنوموړي په خبره مو خپلې تبصرې مه سپموئ .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د