افغانستان

د ولسمشر اشرف غني اقتصادي مرستیال عمر زاخیلوال په غلا تورن شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): پرون د دوشنبې پر ورځ د کابل بانک د مالي فساد په دوسیه کې تورنو کسانو هریو شیرخان فرنود او خلیل الله فروزدخپلې علني محاکمې پرمهال ښاغلی ډاکټر عمر زاخیلوال او د سولې شورا مهم غړی حاجي دین محمد د کابل بانک د غلاشویو پیسو په غلاکې شریک وبلل.

د کابل بانک پخواني مشر شیرخان فرنود او دهغه اجرائیه رئیس خلیل الله فرزو دواړو له لویې څارولې څخه وغوښتل چې د دوي ترڅنګ باید دمالیې وزارت سرپرست ، عمر زاخیلوال، دپخواني ولسمشر ورور محمود کرزی او دسولې دشورامهم غړی حاجي دین محمد هم په نوموړې دوسیې کې شریک کسان دي ، هغوی هم باید محکمې ته حاضر کړای شي تر څو له کابل بانک څخه د غلاشویو پیسو په اړه وضاحت ورکړي.

د کابل بانک پخواني رئیس شیرخان فرنود د کابل د ایستناف د محکمې د څارنوال د پوښتنې په ځواب کې وویل :«
د دې لپاره چې د کابل بانک د جنجالي دوسیې ټول اړخونه ښکاره شي باید د دغې دوسیې ټول تورن کسان محاکمې ته راوستل شي تر څو واضحه شي چې په یاده قضیه کې اصلي مقصر څوک دی».

همداراز د کابل بانک پخواني اجرائیه رئیس خلیل الله فرزو وویل:« له کابل بانک څخه خواشا ۹۰۰ ملیون ډالره غلا شوي، په دغې غلاکې د ولسمشر اشرف غني اقتصادي سلاکار ډاکټر عمر زاخیلوال ، محمود کرزی او حاجي دین محمد هم ښکیل دي ، هغوی دغه مبلغ په کال ۲۰۰۹ کې ولس مشر کرزي ته د انتخاباتي کمپاین د مصاریفو لپاره له بانکه ایستلی وه چې په یوه ځل د دومره زیاتو پیسو ایستل د کابل بانک د دیواله کیدو لامل شول».

خو د شیرخان فرنود او خلیل الله فرزو د غوښتنې په مقابل کې د لویې څارنوالۍ مرستیال بي ځوابه پاتې شو او محکمې ته د عمر زاخیلوال ، محمود کرزي او حاجي دین محمد د حاضرولو په اړه یې هیڅ و نه ویل.

د کابل د ایستناف محکمې دغه دوه ساعته جنجالي ناسته بي له کومې پایلې پایته ورسیده او څو شېبې وړاندې نن د سه شنبې په ورځ هغه بیا دوباره پیل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x