افغانستان

د اشرف غني د حکومت په ۵ کلنه دوره کې د ۱۸۰۰۰ دولتي کارکوونکو د وژل کیدو اټکل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): پرون دوشنبه د ولسمشر اشرف غني د حکومت یوه بله خونړۍ ورځ وه.

په دې ورځ له لوګر ولایت نه د ملي پولیسو د یوه افسر په شمول د ۷ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شو.

په ننګرهار کې د پولیسو د اکاډمي د استادانو د لیږد پرموټر د یوې چاودنې له امله دری تنه پوځي روزونکي ووژل شول او یوتن ژوبل شو.

د لوګر له ولایت نه د مالیې له وزارت څخه د یوې تښتولې شوې کارکوونکې جسد موندل شوی او په پلازمینه کابل کې د یوې چاودنې په ترڅ کې درې دولتي کارکوونکي ژوبل شول.

پرونۍ ورځ د ملي یووالي په نوم د ښاغلي اشرف غني د حکومت په تیرو ۴۰ وروځو کې نسبتا پُرامنه ورځ وه چې د خبري رسنیو له خوا یوازې د دریو ـ څلورو امنیتي پېښو د پیښیدو خبر ورکړل شوی.

که چیرې د ښاغلي اشرف غني د ملي یووالي حکومت په هیواد کې د امنیتي وضعیت پر کنټرلولو وتوانیږي او د هیواد په ۳۴ ولایتونوکې دغه پیښې یواځې تردريو ـ څلورو پیښو رامحدودې کړي دا به له امنیتي لحاظه د هغه د نوي حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه وي.

په دې صورت کې چې امنیتي پیښې محدودې او امنیتي چارواکي د هیواد پر امنیتي وضعیت لاس بري شي که په کم اټکل د تیرې ورځې په تناسب د ټول هیواد په کچه یواځې دري امنیتي پیښې ترسره او په هغه کې په تر ټولو کم تخمین ۱۰ تنه دولتي کارمندان ووژل شي نو په یوه میاشت کې به د دغو وژنو شمېره ۳۰۰ تنوته راټیټه اوپه ټول کال کې به دولت د امنیتي پیښو له کبله یواځې ۳۶۰۰ کارکوونکي له لاسه ورکوي.

او که پورتنۍ د یوه کال خونړۍ شمیره په پنځو کلونو کې ضرب شي نو د ښاغلي اشرف غني د ملي یوالي حکومت د پنځه کلنې دورې محصول به  ۱۸۰۰۰ د «اتلس  زره» یوازې د دولتي کارمندانو وژنه وي.

نور عادي افغانان چې د مختلفو جنګي اوغیر جنګي پیښو په ترڅ کې وژل کیږي هغه په دې خونړۍ احصائیې کې نه دې ځای کړای شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x