دهیواد وتلي او نامتو عالم مولوي موسي جان په حق ورسید
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهیواد وتلي دیني عالم دورپېښې ناروغۍ له امله پرون دپنجشنبې په ورځ د ۷۴ کالو په عمر دپاکستان په پیښور کې په حق ورسید.
انالله اوانا الیه راجعون
خداي بخښلي مولوي موسي جان دلوګر ولایت دخروار ولسوالۍ دبیګمې دسیمې اوسیدونکي وو، نوموړي دطالبانو داسلامی امارت په دوره کې دسترې محکمې دمرستیال دنده پر غاړه درلوده
طالبانو په یوه رسمي بیان کې دنوموړي مړینه دهیواد په کچه یوه لویه ضایعه بللي او له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
احمدبریال