milil ordu112

طالبانو د کندز ـ تخار په لاره درې عسکر ژوندي نیولي

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز چارواکي وايي چې طالبانو د کندز ـ تخار په لویه لاره د ملي اردو درې عسکر ژوندي نیولي دي.

ویل کېږي دغه پېښه د کندز ـ تخار په لویه لاره د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالي کې شوې ده.
د خان اباد ولسوالي ولسوال حیات الله امری رسنیو ته ویلي چې پېښه د دې ولسوالي په چهارسري سیمه کې شوې ده.

د ولسوال په وینا طالبانو د ملي اردو په یونیفورم کې له موټر نه د ملي اردو درې تنه ښکته کړي او له ځان سره يې وړي دي.

د نوموړي په خبره د دې عسکرو د خلاصون لپاره هڅې کوي.

تر دې وړاندې طالبانو د هېواد په شمالي بل ولایت بدخشان کې هم د جګړې په ترڅ کې دېرش عسکر ژوندي نیولي دي، چې لا يې هم د برخلیک اړوند معلومات نشته.

د تښتول شویو عکسرو خپلوانو او دسیمې دیني علماوو د بدخشان له مرستیال والي سره پر دې موضوع خپلې اندېښنې شریکې کړلې او ورته يې ویلي دي چې د دولت تر دې ناتواني به دا ښه وي چې په جنګ کې ښکېلې سیمې طالبانو ته ور خوشي کړي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې اړوند رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په یوه بېله خبرپاڼه کې يې پرون د هلمند په سنګین ولسوالي کې د اتو کوماندويی عسکرو د وژنې خبره کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د