افغانستان

ولسمشر اشرف غني د اداري اصلاحاتو په راوستلو کې پاتي راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د تلې د میاشتې په (۷) د لوړې د مراسمو پرمهال ولسمشر اشرف غني د هیواد په دولتي سیستم کې د هر اړخیزو اداري اصلاحاتو ژمنه وکړه.

نوموړي د خپل کار په دويمه ورځ د کابل بانک د ستونزمنې دوسیې د تعقیبولو په اړه یو فرمان صادر کړ او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو ۴۵ ورځوکې به دغه جنجالې دوسیه حل او په هغې کې ټول ۲۵ تنه تورن کسان به د قانون منګولوته وسپاري.

خو اوس چې د ولسمشر لخوا ټاکل شوي ضرب الأجل ته یواځې څو ورځې پاتې دي د کابل بانک په دوسیه کې د ۲۵ تورنو له جملې څخه یواځې ۷ تنه نیول شوي او نور ټول ملزمین چې ډیری یې لوړ پوړي دولتي کسان او یاهم د امریکايي تابعیت لرونکي افغاني الأصله امریکایان دي تراوسه سرې سترګې ګرځي.

د دولتي لوړ پوړو کسانو په جمله کې د ماليي سرپرست وزیر ښاغلی ډاکټر عمر زاخیلوال، د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د ولسمشري د پخواني مرستیال فقید مارشال فهیم ورور حسین فهیم، د ننګرهار پخوانی والي او دسولې د عالی شوراغړی حاجي دین محمد نومونه شامل دي.

د کابل بانک د فساد د قضیې ترڅنګ تیره ورځ د هرات ولایت محکمې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني او د هرات ولایت پخوانی والي په یاد ولایت کې د زرګونو جریبه دولتي ځمکې پر غصبولو تورن کړل.

همداراز د ولسمشر اشرف غني د حکومت په لومړۍ میاشت کې د مالي فساد د سلګونو نورو پیښو ترڅنګ په ننګرهار کې د دولتي کارکوونکو د غفلت له کبله د ننګرهار پوهنتون د محصلینو د بدل اعاشې ۸ ملیونه افغانۍ د ننګرهار ولایت او پوهنتون ترمنځ په لویه لاره ولوټل شوې.

دغو پیښو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې د نوي حکومت په راتلو سره د هیواد په دولتي اداروکې د مالي فساد ګراف مخ پرلوړیدو دی او ولسمشر نه دی توانیدلي چې د پخوانۍ ادارې د مالي فساد د جنجالي دوسیو په فیصله کولو سره په خپلې واکمنۍ کې د اداري اصلاحاتو او مالي فساد په اړه کړې ژمنې عملي کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x