نړۍ

ايران لسګونو افغانان بنديان کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم۲۰مه ۱۳۹۳ل): ايراني چارواکو د خپل مذهبي تعصب او کرکې له امله لسګونو ايران ميشتي افغانان له دې امله نيولي، چې د عاشورا له مراسمو څو ورځې وروسته يې د يو دوست په کوژده کې ګډون کړی وه.

ايراني چارواکي وايي، چې له شپيتو زيات افغانان يې له دې امله نيولي، د تهران «ری» سيمه کې يې د کوژدې د خوښۍ غونډه جوړه کړې وه او د سيمې خلکو امنيتي چارواکو ته شکايت وکړ.

د ايران د مهاجرينو د چارو مرستيال موسی هاشمي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې دغو افغان کډوالو د محرم په مياشت کې د موسيقي پروګرام جوړ کړی و، چې د سيمې شيعه مذهبو ايرانيانو د قهر او غوسې لامل شو او امنيتي ځواکونو د خلکو په غوښتنه دغه افغانان نيولي دي.

د چارواکو د څرګندونو برعکس يو شمېر سني سرچينې وايي، چې دغه افغانان د تل په څېر د مذهبي کرکې او تعصب له امله نيول شوي دي، مګر د ايران چارواکي دا تورونه ردوي او وايي، چې دغه څه د پاسه شپيته افغانان يې له قانون څخه د سرغړونې له امله نيولي او له قانوني پلټنو وروسته به رسنيو او د بنديانو خپلوانو سره په دې اړه معلومات شريک کړي.

د تهران والي حسين هاشمي
د تهران والي حسين هاشمي

د تهران والي حسين هاشمي وايي، چې دغو افغانانو تېره يکشنبه د محرم له تېرېدو درې ورځې وروسته دغه ميلمستيا جوړه کړې کړې وه او دمګړۍ په بند کې دي.

هاشمي زياتوي، چې د افغانانو دغه ميلمستيا له قانوني پلوه کومه ستونزه نه لري، مګر د شيعه ګانو مذهبي دود ته په درناوي بايد افغانانو دغه ميلمستيا نه وای جوړه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x