په هلمند کې د برتانیی دوه عسکرو ژوند له لاسه ورکړی

kalashenkofeنن ټکی آسیا: د برتانیې وزارت دفاع نن په لندن کې په یوه خپره شوې اعلامیې کې ویلي چې ددوی دوه عسکر د هلمند د نادعلي په ولسوالی کې د یو ګزمې پر مهال د طالبانو له خوا د سپکو وسلو په وسیله تر برید لاندي راغلي او دوه عسکر یې ځای پر ځای وژل شوي دي.

طالبانو په خپل سایټ کې په یو خپور شوي خبر کې ویلي چې ددی د مجاهدینو او بهرني ځواکونو تر منځ نښته د نادعلي په نري مانده سیمه کې منځته راغلي، چې په پایله کې دوه عسکرو مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي، راپور وايي چې د طالبانو یو مجاهد هم په دغه نښته کې ټپي شوی دی.

ددغو دوو عسکرو په مړینه په افغانستان کې د برتانیې د وژل شوو عسکرو شمېره 354 مړو ته پورته کیږي، دا شمېره دهغو عسکرو ده چې برتانیی اعلان کړې ده، مګر ویل کیږي چې ددوی مړو شمېره به په لسګونو ځله تر دې زیاته وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د