«مفکر» خطا لاړ!

لیکوال: لطف الله خیرخوا

نه بريال و نه پاتيال؛ خو رئیس وټاکل شو. «هواداران» يې ورته ډېر په تمه وو، چې دا سړی به افغانانو او نړۍ ته معجزې ښيي. دوی ګرم نه دي؛ ځکه چې همدومره تبليغات ورته شوي. دا چې حقيقت څه دی، له کار وفعاليت وروسته به معلوميږي.

دا اوسمهال که د مفکر په کار او طرز خبره کيږي؛ نو دوه ځايه پرې خبره کېدای شي؛ ځکه چې ايله دوه کاره يې کړي. يو خو يې امريکا سره «امنیتي تړون» لاسليک کړ، بل يې سمدستي سعودي او چين ته سفر وکړ. ورځې يې شوي، چې ټاکل شوی؛ خو دا چې ولې داسې ټکنی روان دی او ايله دوه کاره يې کړي، دليل دی پخپله وايي او هواداران يې هم زمزمه کوي، چې نوموړی جدي دی او کوښښ کوي، چې د عجلې پر ځای دقت و معيار لومړی کړي. دلته دا ياد ساتل غواړي، چې دقت و معيار مازې فکر وخيال نه دی، چې سړی يو ساعت چورتي کړي، بلکې عمل او کار ښيي، چې دقت و معيار شته، که نه؟

ووينئ چې د مفکر ټيم په کوم دقت و معيار جوړ دی؟ علم و تقوی ده، ښه سابقه ده، کاري وړتيا ده، که کوم معجزاتي بدلون؟ دی چې د کابينې په ټاکلو کې ټکنی دی، هم د معيار غم نه دی وړی، نه يې مراعاتولی شي؛ ځکه دا کار او ځای دواړه معياري نه دي. دی لا هم د کرزي مجبوريتونو سره غاړه وړي. دومره ده،چې کرزی په دې باب صريح و. ښکاره يې ويل چې دا ټيم او دا انتصابونه د معيار له مخې نه دي، بلکې موږ شلو مجبوريتونو نيولي يو. څوک به خوشالوو، څوک به اوزګار نه پرېږدو، څوک به له سرغړاوي ايساروو، په چا به نور خوشالوو او …

مفکر دا دليل هم نه شي ويلی، ځکه دی د «دقت و معيار» طرفدار دی او دا ډول ټيم و انتصاب معياري نه دي. مبرر هم ورته نه لري؛ خو د «ملي يووالي» د مفاهمت په څېر به وايي، چې پر ما باور وکړئ. ده همغه د کرزي کار وکړ، معاونين يې د خوشالولو، اوزګار نه پرېښودلو او .. پر بنسټ وټاکل. دی ان چا ته يوازې مډال هم نه شي لګولی، اجرايوي رئيس بايد وي، چې دی مډال چا ته ورکړي. دا اوس چې کابل ناندرييزې څپې لاندې کړی، لامل يې همدا نا انډولي او بې معياره شراکتداري ده. دی يې غواړي، هغه يې نه غواړي. هغه يې غواړي، دی يې نه غواړي. دی «رئيس صايبِ دولت» دی؛ خو د شريکباڼي موافقه شرط ده. همدلته دقت و معيار معلوميږي، حکومت يو دی، عقلونه دوه دي. هغه هم متضاد عقلونه، نفسيات متضاد، رجحانات متضاد، څه خبر چې کوم معيار به معتبر وي؟

هغه کارونه چې مفکر کړي، لومړی هغه د «امنیتي تړون» لاسليک دی. غټه او ځانګړې خبره ده، تحليلونه او تبصرې پرې ډېرې شوي. زه د داسې کارونو ان څار او ارزولو ته هم نه يم قانع؛ ځکه چې يوه موضوع تر لمر روښانه وي، اړخونه اړول يې بې معنا بريښي. کرزي چې په نه لاسليکولو کومې ناندرې وهلې، موخه يې د افغانستان ګټې نه وې، بلکې ځان ته يې پت پرېښوده. ګنې ده، د دې لاسليک پر مهال هم بايد غږ پورته کړی وای؛ خو هيڅ يې ونه ويل. کرزی پوهېده چې افغانان معامله ګر خلک نه خوښوي. دا چې کرزی نسبت مفکر ته افغانستان کې ډېر پاتې شوی، هغه «پروا» يې مراعات کړه چې افغانان اقدام او انکار ته مجبوروي. دی نه افغانستان کې د پاتې کېدو اراده لري، نه يې ان د دې ځای ارزښتونه بوی کړي؛ ځکه خو يې په ډېره بيړه او بې پروايۍ لاسليک کړ.

کرزی که د خپل ټول څوارلس کلن شرم جبيره دا ګڼي،چې «تړون» لاسليک نه کړي، نو وايه چې مفکر ځان کوم شرم ته وتاړه؟ همدلته دا خبره کيږي، چې مفکر خطا لاړ!

دوهم کار يې دا و، چې سمدستي او مخکې له حکومت جوړونې يې سفرونو ته ملا وتړله. د دې سفرونو ستره موخه دا ګڼل کيږي، چې څنګه مخالف لوری تسليم کړای شي. «تسليم» په دې وايم، چې جوړجاړی تر هغې شونی نه دی چې يو طرف بيخي له خپلو اصولو تېر نه شي.

ان «مفکر» هم او امريکا پلوی لوری لا هم دا فکر لري، چې د روان جهاد لامل کوم بهرنی جهت دی، په دې معنا چې د جهاد فتوی، تمويل او ملاتړ له بل لوري دي. همدلته موږ وايو چې دا خلک لا هم خطا دي او مفکر هم خطا روان دی. دا چې مفکر سعودي ته لاړ، دوه موخې يې درلودې. لومړۍ دا چې ځان مسلمان وښيي. دوهمه دا چې سعودي دوه مرستې وکړي. فتوی دې صادره کړي، چې د مفکر پر ضد وسله واله مبارزه حرامه ده، دوهمه پاکستان دې وهڅوي، چې طالبان سولې ته کېنوي. د چين سفر يې هم داسې توجيه کيږي، چې ګويا له پاکستان سره ډېرې شراکتدارۍ لري، که يې وهڅوي؛ نو ممکنه ده،چې څه لاس ته ورشي. دا دی له دې دوه مقدماتي سفرونو وروسته مفکر پاکستان ته ځي. بدهي ده، چې د «جهاد» خبره لومړۍ او بسټيزه ده، ځکه هر څه همدې پورې تړلي.

که لا هم د دوی سوله ييزې هڅې په دې څرخي چې پاکستان دې مرسته وکړي يا مرسته کولی شي، نو دا خلک سوله نه غواړي. دې قضيه کې پاکستان مرسته نه شي کولی، ځکه چې يو خو دا موضوع د پاکستان نه ده، بله دا چې پاکستان ته خپله دا ډول سر دردی ورپه غاړه دی. د امريکايانو د راتګ لومړيو کلونو کې دا هڅه وشوه چې جهادي لوری مجبورۍ ته وغورځوي، خو دې هڅې يې هيڅ سر ونه نيو. سر يې ځکه نه نيوه، چې خبره په فکر روانه ده او په اسلامي سياسي اصطلاح د جګړې لاملونه (علل القتال) شته. تر هغې چې دا لاملونه لرې نه کړای شي، هيڅ فشار کار نه ورکوي.

همدا ډول د سعودي فتوی هم کاري نه ده؛ ځکه هغوی جهاد نه پېژني، نو د جهاد کولو او نه کولو فتوی يې هم څوک نه مني. بله دا چې دا جهادي لوری پخپله د سيمې د اسلامي مرجع حيثيت لري او لښکريان يې د يوه ځانګړي سياسي فکر لاروي دي، ګويا په اصطلاح هغه طاغوتي مرجع دلته قابلِ غور نه ده!

له مفکره وړاندې کرزي هم کوښښ وکړ، چې له دا ډول رموزو کار واخلي، خو دلته چې کومه اسلامي سياسي پوهه ځای لري، هغې هر وخت جهادي لوري ته په ثبات قناعت ورکړی. کرزي تېر کال دېوبند ته پنا يوړه، هغوی هم استشهادي بريدونه تحريم کړل، خو هيڅ نتيجه يې ورنه کړه. همدې تجربې ته په کتو وايو چې مفکر خطا لاړ، تر هغې چې د جګړې لاملونه له منځه ونه وځي، بې مورده فتواوې او غير متعلقه اطراف هيڅ کولی. نه شي

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انصار
میلمه
انصار

کور د ودان شه تحلیل دی .

aryan
میلمه
aryan

Nah pohegam che walay dumrah da tettay sawyay lekanay kawai….

Malim
میلمه
Malim

ډیر سم روان دی ستا تحیل د نس له درده ډک دی او د درد له شدته ډیر اسانه تحلیل مو دومره مغلق کړی چه په خپل ځان کښی دری ځله تناقض لری په هر حال ډاکتر اشرف غنی د سولی په برخ کشی یو ستر او ډیر پر ځای ګام واخیست هغه دا چه ټالیب او طالیب یی سره بیل او ځاګړی تعریفونه یی ورکړل د ټالیب چنګک له پاکستانه موښلیدلی او په دویم لاس کښی له امریکا سره بیرته وصل ده چه دی ته مډرن ارتداد ویلای شو ځکه ځان مجاهد او د الله ج د لاری ساتونکی… نور لوستل »

سمیع
میلمه
سمیع

د اجمل ستانکزی پر ځای او دقیقه خبره د معلم د خبری پر تاید دلته راوړم د امریکا او پاکستان ملګرتیا په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې شروع شوه. په ۱۹۵۴م کال کې پاکستان او امریکا لمړۍ نظامي تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې پاکستان سره د امریکا دفاعي مرسته شروع شوه. په دغه مرسته کې د وسایلو تر څنګ په امریکايي نظامي ادارو کې د پاکستاني عسکرو تربیه او په پاکستان کې د امریکايي نظامي مشاورینو لپاره دفتر هم شامل وو. دغه دفتر د نظامي مرستو مشورتي ګروپ (ماګ) په نوم د پاکستان په پینډۍ کې جوړ شو. په… نور لوستل »