نظــر

د افغان مېرمنو د عزت لوټونې یو بل پلان

 

لیکوال:  محمود احمد نوید
ژباړن: ډاکټر عطامحمد رحیمي
د روان میلادي کال د نومبر په اتمه د ع ـ غ د سهامي شرکت له لوري د لوړپوړو چارواکیو په ګډون د ښځو له حقونو د دفاع په نامه ناسته وشوه، چې د اشغالګرې امریکا له خوا پکې د ښځینه ټولنې د پرمختګ لپاره د پراخو مرستو ژمنې وشوې.  د راپورونو له مخې د امریکا د نړیوال پراختیايي سازمان له لوري د افغان ښځو له پرمختګ سره د همکاري په نامه ۲۱۶میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې ده. دغه امریکايي بنسټ غواړي چې له خپلې پوچې طرحې سره سم پنځه اویا زره افغان ښځو ته چې عمرونه يې د اتلس او دېرش کلونو ترمنځ وي، په حقوقي، اقتصادي اوسیاسي برخه کې زده کړې ورکړي. په داسې حال کې چې د اشغال په دې تېرو کلونو کې د افغانستان عزتمن ولس ته ښه معلومه شوه، چې د اشغالګرو او استبدادي غربیانو څخه  هیڅکله هم د خواخوږۍ او همکاري تمه نشي کېدای. د دوی د ښځینه حقونو له پوچو شعارونو یواځينۍ موخه همداده چې د هېواد پاک لمنې او شریفې مېرمنې ګمراهۍ ته ور ټېل وهي. چې تر ننه پورې يې به بېلابېلو شعارونو، نومونو او پلمو نه کار اخیستی او له بده مرغه د ځينې افغان مېرمنې په ناخبرۍ کې د دې شومو پلانونو ښکار شوې دي.

په دې ناسته کې چې ځینې غرب ځپلو مېرمنو پکې برخه اخیستې وه، د اوسني سهامي شرکت اصلي رییس بارک اوباما د ویدیو له لارې خپلې خبرې وکړي او له خپل نصب شوي حکومت سره يې وعده وکړه چې په اصطلاح دښځو د پرمختګ برخه کې به د ویاړ کارونه وکړي.

ایا د سخت افسوس ځای نه دی، چې د ګرد کفر سردار، د زرګونو مسلمانو او بې ګناه انسانانو قاتل، د قرآن او اسلام سروزر دښمن؛ افغان مسلمان ملت ته داسې ژمنې ورکوي؟
د هغوی پوزه دې پرې شي چې د مجاهد په نامه يې د اوباما خبرو ته چینګه خوله نېولې وي او داسې ښيي چې ګواکې د بادار له خبرو تر ټولو دی ډېر خوند اخلي!

د هغه انتصابي رهبر خو دې کور ړنګ شي، چې د اوباما په خوښه په څوکۍ نصب شو او اوس خپل ټول اسلامي او ملي ارزښتونه د خپل بادار تر شیطاني هوسونو ځاروي!
د هغوی دې هم خانه تباه شي چې ځانونه د دین او اسلام ټیکه داران بولي او ځانونه د مبارزې زمري بولي خو د صلیبي ښکېلاکګرو لپاره قرآني ایاتونه او حدیثونه تحریفوي او د خپل هېواد ناموس لوټونې ته په دوو پښو ناست دی!

د اوباما له خوا په افغان ملت د تپل شوي مشر اشرف غني حرکتونه خو هلته لا مشکوک ښکاره شول چې د خپل بادرانو لپاره يې د حکومت په لومړۍ ورځ خپله عیسایڼه په عام محضر کې یاده کړه، دی غواړي د خپلو بادارانو له تېښتې وروسته د هغو شوم پلانونه عملي کړي. په داسې حال کې چې اوباما هم په راتلونکې کې د افغان ښځو د حقونو دپرمختګ ژمنې کوي، تر دې وړاندې د افغانانو هېر شول چې بوش هم ورته وعدې کولې؟ خو مو ولیدل چې له وژون، در به درۍ او وینو تویولو پرته يې څه رانه کړل. دوی نوپه کومه ژمنه وفا کړې ده، اوس چې شرمېدلي په وتو دي، کومه داسې توره يې کړې چې یاده شي، موږته يې څه راپرې ایښي دي؟؟ نو پر دې سربېره چې ولوټلو، ويې وژلو او له دې پرته يې هیڅ رانه کړل د دوی په پوچو شعارونو وغولېږو؟؟؟

ایاز موږ ګران هېواد او زړور هېوادوال تر دې اندازې بې څوکه شول چې د دوی د عزتمنو او پتمنو خویندو لپاره دغه شوم پلان دې پرې عملي شي چې د پرمختګ او حقونو د دفاع په نامه بي حیایي، فحشا او لغړتوب ته ورټېل وهل شي؟
په کابل کې د امریکا سفیر په ډاګه وویل چې د ښځو په برخه کې د امریکا ملاتړ پر دې خاطر دی چې هغوی په لویو مسایلو کې د هوډ نیولو شي او بې له دې چې جنسیت په پام کې ونیول شي باید ښځې په هره برخه کې پرمخ لاړې شي او وګمارل شي.   نو اې  د شهیدې خاورې زامنو ښه مو په ګرېوانو کې وګورئ، سوچ وکړئ چې ولې زموږ د خپلو ښځو په اړه صلیبي یرغلګر دومره پلانونه نیسي؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x