افغانستان

فدايي برید دچهاردرې ولسوال دپنځو ساتونکو سره وواژه

a_wajid_umerkhailنن ټکي اسیا/ نن دورځې یوه بجه دکندز ولایت دچهادرې ولسوالۍ ولسوال عبدالواحد عمرخیل له پنځو تنوساتونکو سره هغه مها ووژل شو چې یوتن فدايي برید کونکی یې دکار دفتر ته ورغي او خپل له بارودو ډک واسکټ ته یې انفجار ورکړ .

خبر زیاتوي په برید کې ۸ تنه نور دولسوالۍ مامورین او پولیس سخت ټپیان شوي چې ددرملینې لپاره محلي روغتون ته انتقال شوي.

طالبانو دبرید پړه په غاړه اخیستې وايي برید ددوئ ملګري عبدالحق چې ددښتې ارچې ولسوالۍ اوسیدونکی وو ترسره کړی .

عبدالواحد عمرخیل دکندز ولایت دچهار درې ولسوالۍ اوسیدونکي وو .

داپیښه په داسې حا ل کې رامنځ ته کېږي چې څو ورځې وړاندي دکندز امنیتې چارواکو او ایساف ځواکونو اعلان وکړ چې په کندز کې یې دټولو ولسوالیو تصفیه کړي اونور په کندز کې دوسلوالو هيڅ مزاحمت موجود نه دي .

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x