
شعـــــرونه
ملالۍ ته دوه شعرونه
شاعر: حاجي حیراني صاحب / میوند کندهار
خوله دي سه خاوري یوسف زۍ ملالۍ
رنګ دي کی بد د میوندۍ ملالۍ
دا جائزه دي په کفن سه خرڅه
کوي انګریز په تا بازۍ ملالۍ
له ځانه نوم کړه د ملالي لیري
کافي دی ویاړ د نومیالۍ ملالۍ
د حیراني قلم دي اور سي تا ته
ځان دي د کفر کی سېرلۍ ملالۍ
***
هر ځوان مي ایوب خان دی هره پیغله ملالۍ
انګریز نن راته ستايي په سوات کي یوسف زۍ
تر اوسه يې د زړه څخه وتلی نه دی درد
چه ږغ سو د ملالي ورته ټکه مرګنۍ
د نوبل جائزه ورکول کیږي حیراني
پرضد د مجاهدي ایمانداري میوندۍ
الله دی غم ورک کم
زما د زړه خبری دی لیکلی دی
لعنت دخدای دی وی د امریکایانو او انګریزیانو پر ملاتړو