افغانستان

د پاکستان استخباراتو مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د څارګرې ادارې «ای ایس ای» مشر ډګر جنرال رضوان اختر په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر پرون دوشنبه کابل ته راغلی.

نوموړي څو ورځې وړاندې د ډګر جنرال ظهیر الاسلام تر تقاعد وروسته پر دنده کار پیل وکړ.

د طلوع نیوز د راپور پر اساس نوموړي په دغه سفر کې د ګډ حکومت چارواکو سره کتلي دي.

تر دې مهاله د نوموړي د سفر موخې او هدف په اړه رسنیو ته څه په لاس کې نه دي ورکړل شوي.

افغان او پاکستاني چارواکو هم تر دې دمه د نوموړي دسفر په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ګډ حکومت د جوړیدو وروسته دا درېیم لوړ پوړی پاکستانی چارواکی دی چې کابل ته سفر ته کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز او د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته سفرونو کړي وه.

ټاکل شوې چې روانه اونۍ کې به ولسمشر غني پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد لومړي وزیر په شمول به یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د مفکر صیب ملاتړو او لیبرالو ځیره خورو (مرتزقه وو) ته د دوی د کوټه مشر مجید قرار په مشری پکار وه چې د ای-اس-ای د مشر له سفر سره جوخت یې په کابل ښار کې یوه کوڅه ډبه (مظاهره) راویستلې وای.

په فیسبوک کی خو ددې کوڅه ډبو (مظاهره چیانو) ستوني د مفکر په ملاتړ دین او طالب ته په ښکنځلو وشلیدل

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x