افغانستان

د کابل بانک پخواني چارواکي په اوږده بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د کابل بانک د فساد په دوسیه کې ددغه بانک پخواني رییسان شېرخان فونود او خلیل الله فیروزي په ۱۵ او ۱۰ کاله بند محکوم شول.

د کابل استیناف محکمې نن د سه شنبې په ورځ په علني محاکمه کې همدا راز حاجی محمد طاهر ظاهر، غلام داوود نصیب، صوفی نثار احمد، شکرالله شکران، حیات الله کوکچه، کابل نفت، پامیر هوايي شرکت، گلبهار حبیبی، عبدالغفار داووی، اخترگل، ملک جان، محمد طاهر، گلبهار ټاور، شاهین صرافي، اریانا اسټيل، محمود کرزی، محمدحصین فهیم، ظاهر گروپ او گاز گروپ هم د کابل بانک په فساد کې تورن وګڼل.

د استیناف محکمې همدا راز د پورته ذکر شويو کسانو منقوله او غیرمنقوله شتمنۍ کنګل کړې.

ددغه حکم پر اساس لویه څارنوالي د دې نده لري چې د ۲۲۷ کسانو لست چې شېرخان فرنود محکمې ته ورکړي، تر جدي عدلي تعقیب لاندې ونیسي.

د تېرې ورځې په عدلي ناسته کې شېرخان فرنود ویلي و چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د ولسمشر اشرف غني اقتصادي مشاور او ماليې وزارت سرپرست وزیر عمر زاخېلوال، د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال او د کابل پخوانی والي حاجي دین محمد هم د کابل بانک څخه په غلا شویو پیسو په غلا کې شریک دي او دوی دې هم محاکمه شي.

د کابل بانک په ننۍ محاکمه کې همدا راز خلیل الله فیروزي د کابل بانک پخوانی رییس هم د تورو پیسو د تطهیر او فساد په تور په لس کاله بند محکوم شو او همدا راز محکمې ورته امر وکړ چې باید ۲۳۷ میلیونه غلا شوې پیسې او ددغو پیسو ۹۶ میلیونه ډالر سود هم پرې کړي.

همدا راز د خلیل الله فیروزي او شېرخان فرنود ټولې منقوله او غیرمنقوله شتمنۍ هم توقیف شوې.

د کابل د استیناف محکمې ننۍ پریکړه نهايي نه ده او تورن کسان د استیناف حق لري.

کابل بانک د افغانستان په کچه ستر شخصي بانک و چې په ۲۰۰۴ز کال کې تاسیس شو.

دغه بانک په ۲۰۱۰ کې د حکومت لخوا تر هغه وروسته بند شو چې ۹۰۰ ملیونه ډالر فساد په کې وشو. ددغه فساد له امله نړیوال وجهي بانک په موقته توګه سلګونه ملیونه ډالر قرضونه افغانستان ته ورنکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x