fbpx

دطالبانو دیوه مشرملا خیرالله خیرخواه دازادیدو هلې ځلې

mujahideenدافغان ولس مشر حامد کرزي له دفتره په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي حامد کرزی کوشش کوي چی دطالبانودکورنیو چارو پخواني وزیر ملا خیرالله خیرخواه دګونتنامو له زندانه راخوشی او کابل ته یې راولي.

راپور زیاتوي حامد کرزی ویلي که ملا خیرالله خیرخواه غواړي خبرې وکړي او دسولې په پروګرام کې ګډشي دوي به له امریکایانو وغواړي چې نوموړي ازاد او هیواد ته یې راستون کړي.

ددې خبرې په اړه امریکایي چارواکو دم ګړی څه نه دي ویلی خو دسولې دعالي شورا په نامه دهلو ځلو ملاتړیې لا له وړاندي څرګند کړي وو.

ملا خیرالله خیرخواه دطالبانو داسلامي امارت په دوره کې کورنیو چارو وزیر ،دهرات والي او دشمال موقت تنظیمه رئیس پاته شوي،نوموړی له تیرو نهو کالو راهیسی دامریکایانو په وحشی زندان ګونتنامو کې بندي دي.

داخبره په داسی حال کیږی چی دامریکا دخزانې وزیر دوه نورافغانان په تورلیس کې شامل کړل ټولو امریکایی تجارتي ادارو ته خبرداری ورکړل شوي چې له عبدالسلام او خلیل حقاني سره هیڅ راز راکړه ورکړه ونکړي.

احمدبریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د